د ښه او ښايسته تلفظ لپاره؛ انګلېسي کې پر کلمو فشار (word stress) او څلور عمومي اصول يې

انګلېسي ژبه کې د يوې کلمې ټولې څپې يا syllables په يو ډول نه تلفظ کيږي؛ ځينې څپې په فشار سره ويل کيږي او ځيني نور بيا په نرمۍ سره؛ د يو کلمې دننه د څپې يا syllable په فشار سره ويلو ته پر کلمو فشار يا Word Stress وايي. 

په لويه کې Word Stress څلور عمومي اصول لري. 
۱- د  دغه کلمو لومړۍ څپه په فشار سره ووايئ Stress the first syllable of: 
- ډېری دوه څپې لرونکي نومونه Most two-syllable nouns: 
لکه: (CLImate, KNOWledge)
- ډېری دوه څپې لرونکي ستاينومونه Most two-syllable adjectives: 
لکه: (FLIPpant, SPAcious)

۲- د دغه کلمو وروستۍ څپه په فشار سره ووايئ Stress the last syllable of:
- ډېری دوه څپې لرونکي فعالونه. Most two-syllable verbs
لکه: (reQUIRE, deCIDE)

۳- له وروستۍ پر دويمې څپې فشار راوړئ Stress the second-to-last syllable of:
- هغه کلمې چې په ic پای ته رسېدلې وي Words that end in -ic
لکه: (ecSTATic, geoGRAPHic)
- هغه کلمې چې په sion او tion پای ته رسېدلې وي Words ending in -sion and -tion.
لکه: (exTENsion, retriBUtion)

۴- له وروستۍ پر درېيمې څپې فشار راوړئ Stress the third-from-last syllable of:
- هغه کلمې چې په  -cy, -ty, -phy او -gy پای ته سېدلې وي. Words that end in -cy, -ty, -phy and -gy
لکه: deMOCracy, unCERtainty, geOGraphy, radiOLogy
- هغه کلمې چې په al پای ته رسېدلې وي Words that end in -al. 
لکه:  (exCEPtional, CRItical)