د ملي امنيت لوی رئيس: د مولوي انصاري په اړه به تصميم ونېسو 

روهي (يوه نۍ/۳ د کب)، د ملي امنيت لوی رئيس احمد ضيا سراج هرات ولايت کې د مولوي مجيب الرحمن انصاري د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګون ښوودلی او ويلي دي چې په اړه به يې تصميم ونېول شي. 

احمد ضيا سراج ويلي دي چې نوموړی د هېواد له قوانينو وړاندې ځي او اصول يې تر پښو لاندې کړي دي. سراج خبرداری ورکړی دی، چې که چېرې د نوموړي دا ډول څرګندونې ادامه ولري، نو په اړه به يې پرېکړه وکړي. 

مولوي مجيب الرحمن انصاري چې د هرات ولايت د ګذرګاه جامع جومات خطيب دی، د تېرې جمعې ورځې په خپلو څرګندونو کې ويلي وو، چې هر هغه څوګ، که ملکي دي که نظامي؛ چې له دغه نظام ملاتړ کوي ستر ګناه کوي او يهودان دي. 

د نوموړي دغه څرګندونو ته د هرات والي وحيد قتالي هم غبرګون ښوودلی او ويلي دي، چې يهود هغه څوګ دي چې افراطي فکر خپروي او د هېواد د ابادۍ مخه نېسي.