افغانستان .. درنه جګړه

امریکایان دسرتېرو او لګښت دکمښت پلويان دي
اوسمهال دامریکایانو دژبو پر سر دا خبره اوړي راوړي ،چې دافغانستان په پیچلې جګړه د دومره سرتېرو د ورښکیلولو ګټه څه ده پردې سربېره دا جګړه دومره لګښت ته اړتیا لري ،چې زموږ بودیجه ېې نور دزغم وس نه لري بودیجه دومره زیانمنه شوې ده ، چې دامریکا دملي اقتصاد ېې زیانمن کړې دی اوس هغه دچا خبره چاړه تر هډوکي رسیدلې ده ، خصوصي سکتور هم چیغې وهي او اندېښنې ورځ تربلې ډېرېږي .
( دافغانستان دڅېړنې ډله ) دا ډله له پخوانیو دولتي چارواکو ، مشهورو څېړونکو ، سیاستپوهانو څخه جوړه شوې ده او New America Foundation تر چتر لاندې لګیا دي دنړۍ د تودو موضوعاتو په اړه څېړنې کوي دې ټولنې دامریکايي سختدریځو ترمنځ ،چې یو شمېر ځانونه د( چایو دمجلس ) غړي هم بولي یوه سروی ترسره کړې ده او دهڅه ېې کړې ده ،چې په افغانستان کې دامریکا دجګړې په اړه ددوی دریځ جوت کړي ځکه ددوی له انده اوس په امریکا او بهر کې دا شکونه ډېر شوې دي او هر وګړې دا پوښتي ،چې ایا دامریکايي پوځ ستراتيژي په سمه روانه ده اوکنه ؟؟
دحېرانتیا خبره داده ،چې دهمدې محافظینو درېیمې برخې افغانستان دسرتېرو له لیږد سره مخالفت کړې دی او لامل ېې دجګړې ډېر لګښت په ګوته کړې دی . امریکایان ډاریږي هسې نه ،چې په افغانستان کې دامریکا دنظامي شتون دپراخېدو له کبله په روان 2011 زکې دافغانستان دجګړې لګښت 119 بلیونو ډالرو ته پورته نشي .
اوس د ډیری امریکایانو اندېښنه داده ،چې دافغانستان دجګړې لګښت به متحده ایالات له داسې ستونزو سره مخ کړي ،چې بیا به ېې له مخې دلګښت دراکمولو وخت له لاسه وتې وي او دروانې لسیزې په پای کې به ېې ملي بودیجه نوره هم کاواکه شوې وي .
دسختدریځو درېیمه برخه ( ښځینه او نارینه )،چې په سروی کې ېې ونډه اخستې وه خپله اندېښنه په ډاګه او دجګړې له لګښت څخه ډاریدل ، خودهمدې سختدریځو 25% بیا پردې باور دی ،چې امریکا باید دسرتېرو اوسنۍ شمېره همداسې وساتي ،خو66% کې بیا وايي : متحده ایالات باید په افغانستان کې 39% سلنه سرتېري راکم کړي 27% بیا وايي ،چې متحده ایالات باید له افغانستان څخه په ډله ییزه توګه اوپه یو ځل راووځي . دسروی ډیری برخوال دا انګیري ،چې دمتحده ایالات کولای شي په افغانستان کې دخپلو سرتېرو شمېر په داسې بڼه راکم کړی چې په دې هېواد کې امنیت زیانمن نه کړي .
خو د(چایو ناسته Tea Party ) ډیری پلویان باید وايي : امریکا باید په افغانستان کې دسرتېرو شمېر په همدې څرنګه والي او څومره والي پریږدي ، خو 64% بیا وايي : حکومت باید له دې هېواد بیا وايي : حکومت باید له دې هېواد 37% سرتېري راوباسي او یادې په یوځل له افغانستانه راووځي .
(دافغانستان دڅېړنې ډله ) چې په مشهورو شنونکو کې ېې دNew America د ټولنې دستراتیژیکو پروګرامونو مدیر سټیف کلیمونس څه موده وړاندې د( پرمختګ نوی لار .. نوی پرتله ) تر سرلیک لاندې یوه څیړنه خپره کړې ده نوموړي په دې څېړنه کې ویلې دي : دامریکا ملي ګټو شننه په ناکره توګه ترسره شوې ده اوسمهال په افغانستان کې ډېری هڅې دګټې پر ځای زیانمنې راخيژي .
دسولې او په واک دګډون په اړه ټینګار ، دامریکايي سرتېرو کمښت په پرلپسې توګه دالقاعدې څار ، کورنی امنیت ، اقتصادي پیاوړتیا ، نړیوالو اړخونو ته ونډه ورکول دا هغه څه دي ،چې څه موده وړاندې پنتاګون ته وړاندې شول او دا له ناندرو ډک بحث ته لار پراینزي ،چې په افغانستان کې باید څه وشي ،چې وضعیت نورمال او د ډاډ وړ شي پردې سربېره کورنۍ جبهه هم ډېرو هڅو او کوښښونو ته اړتیا لري ،چې ورغول شي که ستونزه اقتصادي باید ورته حل ولټول شي او که امنیتي هغه وي باید په داسې بڼه ېې چاره وشي ،چې په ګانده کې دهر ډول ترهګریز برید مخه ېې نیولې وي .