ولسمشر جوبايډن متحده ایالاتو ته د مهاجرینو په ورتګ بندیزونه لغوه کوي

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د سلواغې)، ولسمشر جو بایډن متحده ایالاتو ته د مهاجرت په وړاندې د تیر حکومت د سختې تګلارې په لغوه کیدو کې پر کډوالو باندې د بندیزونو لیرې کول هم شاملوي.

د نوموړې یادې پالیسۍ سره له دې چې دې هېواد کې د بې ځایه شویو کډوالو هیلې ژوندۍ کړي خو کارپوهان وايي چې دا به وخت ونیسي  چې امریکا د ډیرو مهاجرینو د منلو پروګرام بیا پېل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د مهاجرت په برخه کې سخت قوانین وضع کړې و او دې هېواد ته یې د ډېریو هېوادونو پر خلکو د ور تګ بندیز لګولی و.