کابل ښاروال: د اته مېلېارده افغانيو په ارزښت غصب شوې ځمکې مو بېرته لاس ته راوړي 

روهي (دوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، ملت ته د حکومت د حساب ورکونې پروګرام کې کابل ښاروال داود سلطان زوی ويلي چې د ده د کاري مودې په وخت کې يې د اته مېلېارده امريکايي ډالرو پر ارزښت غصب شوې ځمکې بېرته تر لاسه کړي دي. 

سلطان زوي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي چې کابل ښاروالي توانېدلې ده چې ۱۰۰ کيلو متره لارې خلاصې او له  ۲۷۶ کيلو متره لارو موانع او خنډ لېرې کړي دي. 

نوموړي د ولسي جرګې له خوا د ده څارنوالۍ ته د معرفۍ په اړه ويلي دي، چې د قانون اړوند ولسي جرګه دا صلاحيت نه لري چې کابل ښاروال عدليي ادارو ته ور معرفي کړي.