افغاني سوداګر وایي، چې د دولتي مامورینو د  فساد له امله ورته سلګونه میلیونه ډالر زیان اوښتی

روهي (دوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، یو شمېر هغو افغان سوداګرو چې د هرات په اسلام قلعه بندر کې د اورلګېدنې له امله زیانمن شوي نن د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال رسنیو ته وویل چې د دولت د څو تنو فاسدو مامورینو له لاسه په میلیونونه ډالرو زیان ور اوښتی دی.

سوداګر وایي چې د یاد ګمرک مامورینو یې موټرونه په غیر قانوني توګه د یو څو روپو د رشوت لپاره ایسار کړي وو او همدا لامل و چې په دومره لویه کچه زیان ور واوړي.

سوداګرو د دغې ارولګېدنې مسوول او دوی ته د ور اوښتي زیان مسوول دولت بولي او پر حکومت غږ کوي چې باید د رامنځته شوې اور لګېدنې او ور اوښتي زیان پور ورکړي.

اخوا د یاد کنفرانس پرمهال د افغانستان د سوداګراۍ او پانګونې خونې رئیس سید زمان هاشمي هم د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د اور لګیدنې له امله د رامنځته شوې زیان پړه پر دولت ور اچوي او زیاتوي چې د دولت ناوخت اقدام او په ګمرک کې د موټرو تم کول ددې باعث شوې چې سوداګر په لویه کچه زیان وویني.

د یادونې ده چې له دې وړاندې د هرات والي هم ویلي و چې په اسلام قلعه بندر کې د دوه ورځې وړاندې رامنځته شوې اورلګېدنې له امله تر ۳۵۰ پورې موټرونه سوځېدلي چې میلیونونه ډالر زیان یې اړولی دی.