لالی حميدزی: که يوازې کابل پر خپلو پلويان غږ وکوم نو له ارګه به څوګ بيرون نه شي 

روهي (دوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو پخوانی استازی لالی حميدزی د شنبې په ورځ د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د پولیسو له خوا ونېول شو. 

نوموړی تېره ورځ په ضمانت بېرته ازاد شو. لويې څارنوالي ويلي دي چې لالی حميدزی له دندې په ناوړه ګټې اخېستنې او زورواکۍ نېول شوی وو او ژمنه يې کړې چې نن ورځ به خپله څارنوالۍ ته حاضريږي. 

لالي حميدزي رسنيو ته ويلي دي چې د ده پر وړاندې سياسي دسيسه جوړه شوې او که چېرې دی يوازې کابل کې پر خپلو پلويانو غږ وکړي، نو څوګ به له ارګه هم بېرون نه شي. 

له بلې خوا د ننګرهار ولايت د ګمرک د رئيس په شمول درې کسان د فساد په تور نېول شوي او دوسيې لويې څارنوالۍ ته لېږل شوې دي.