لالی حميدزی چې تېره ورځ هوايي ډګر کې نېول شوی وو، نن په ضمانت خوشی شو

روهي (يوه نۍ/۲۶ د سلواغې)، ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو پخوانی استازی لالی حميدزی تېره کابل کې د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د پوليسو له خوا ونېول شو. 

لويې څارنوالۍ ويلي دي چې نوموړي له دندې د ناوړه ګټې اخېستنې په جرم نېول شوی وو او نن ورځ په ضمانت سره خوشی شوو. حميدزي ژمنه کړې ده چې سبا به په خپله لويې څارنوالۍ ته ورځي. 

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي رسنيو ته ويلي دي، چې نوموړی په خپلې خوښې څارنوالۍ ته نه وو حاضر شوی او په دې پار پوليسو ونېولو. 

د نوموړي د نيونې په اړه په خپله لالي حميدزي تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.