روهي (یوه نۍ/۲۶ د سلواغې)، د راپورونو له مخې د کابل کندهار ـ کابل پر لویه لار سلګونه باروړونکي موټر د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې درېدلي دي او له څو ورځو راهیسې یې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ دا لاره تړلې ده.
موټر چلوونکي وایي تر اوسه یې افعان حکومت د ستونزو د حل په موخه کوم ځواب نه در ورکړی او نه هم په دې برخه کې افعان حکومت له دوی سره کومه اړیکه نیولې.
موټر چلوونکي وایي چې پر لویو لارو له پرتو پوستو، ترانسپورتي ادارو او مفسدو امنیتي چارواکو تر پوزې راغلي دي او دومره ګټي چې په پوستو او ګمرکونو کې یې دوی ته ورکوي.
دوی له حکومت غواړي چې ستونزه یې په بنسټیزه توګه حل کړي او پر لارو د امنیتي ځواکونو او ځینې اداراتو د فساد مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ډیری وختونه په لویو لارو کې موټر چلوونکي د حکومتي ځواکونو له لورې د ناقونونه پیسو اخیستو او د فساد تورونه پورې کوي او داسې ښکاري چې حکومت لا هم په دې برخه کې جدي ګامونه نه دي پورته کړي.
وروستي