
لنډه کیسه :ناداني
ژباړن :محمدواصل وصال
زمونږدکورماحول ښه و.زه په هغوورځوکې دڅلوارلسوکلونویوه نادانه نجلۍ وم .کورنۍ مې هم ماته دیوماشوم په نظرکتل نوځکه یې ماته داازادي راکړې وه چې په کورکلي کې بیغمه وګرځم اوپه مایې کوم بندیزنه ولګولی.په کلي کې به مې چې دهرچاکورته زړه وشونوتلم به ،کورنۍ مې دشک اوشبې عادت هم نه درلود.هغوی هیڅ کله هم ماته داونه ویل چې ته څه کوې اوڅه نه کوې سره له دې چې په دې عمرکې میندې پخپلولوڼوڅومره نظرساتي ځکه چې دیوې نجلۍ مثال لکه دسپینې ټوټې دی چې کله داغداره شي نوبیاهیڅ کله هم نه پاکیږي .خوزما مور یوه غافله ښځه وه اودافکریې نه کاوه چې اوس یې لوردپیغلتوب مرحلې ته رسېدلې ده باید پرې خپل څاروکړي .
زمونږدکورمخامخ داسلم کاکاکورو.دهغه ځوی ساحل په هغوورځوکې داولسو،اتلسوکالوبه و.کله به چې زه له کوره وتلم نوهغه به ماته ډيرکتل اوکه دکلي کوم بل هلک زما سره خبرې کولې زه به یې منع کولم چې له نوروهلکانوسره خبرې مه کوه .دساحل دامنع کول ماله نوروهلکانوسره په خبروماته عجیبه برېښدل .
ماته بیا دحیرانتیا وړخبره بیاداوه چې زه به چرته تلم زما نه به مخکې دی خبرواوهلته به یې ځان رسولی و.زه په دغه کاربه ډيرخفه وم .هسې هم زه یوه نوې پیغله اونادانه نجلۍ وم اوپه دې نه پوهیدم چې هلکان ولې دنجونوپسې ګرځي .په کلي کې به چې کله کوم واده به ونودی به هلته لکه دسیوري راپسې ومابه ورته ویلې ولې لکه زماسیوری زماپسې یې څه خبره ده .هغه به راته ویل بس په همدې پوه شه اومادځان سیوری وګڼه .
ورووروزه دهغه په خبروکې راغلم اوکله به چې هغه زما صفتونه کول نوماته به یې ډیرخوندراکاوه .مونږدواړوبه زیاتره وخت دغرمې مهال ملاقاتونه اوخبرې کولې .کله به چې دکورنۍ ټول غړي ویده شول زه به کوڅې ته ووتلم زمونږدکورکوڅه هم ډیره تنګه وه زمونږدکورسره کوڅه بنده شوې وه نودچادراتلوویره هم به دومره نه وه نوپه بیغمه زړه مې له ساحل سره خبرې کولې .
دوه درې میاشتې په همدې ډول تېرې شوې .یوه ورځ هغه ماته وویل :«سلګۍ دشپې ماته دمخه ښې نه وروسته وده کیږه ».له دې وروسته به ما ترهغې دهغه انتظارکاوه چې هغه به په کړکۍ کې راښکاره شونودلاس په اشارې سره به مې له هغه سره مخه وکړه اوبیابه پخپل کټ کې پرېوتم اوپه فکرونواوچرتونوکې به دخوب څپوله ځانه سره یوړم .
په ورځوکې یوه ورځ دساحل ټوله کورنۍ دنوروخپلوانوکره لاړل اوساحل یواځې په کورپاتې و.کله چې کوڅې ته ووتم ساحل راته په لاس اشاره وکړله چې زمونږکورته راشه ماورته داڅه وايې ؟هغه په اشاروکې له لیرې پوه کړم چې په کورکې پرته له ده بل څوک نشته .زه هم په ډیره بیړه دهغه خواته لاړم هغه راته وویل راځه نن زمونږپه کورکې څوک نشته هلته به کښینواوسره خبرې به وکړو.ما هم دموقع نه په استفادې سره دهغه خبره ومنله اوورسره لاړم .
هغه زه خپلې کوټې ته یوړم یوڅوشېبې موسره خبرې اترې وکړې بیاهغه راته وویل :«سلګۍ ته پوهیږې زه ولې تاپسې دومره ګرځم زه داکارددې لپاره کوم چې تاکوم چالاکه هلک پخپل جال کې بنده نه کړي . ماورته وویل:« ته ولې دومره زما په فکرکې یې ؟»هغه ځواب راکړځکه چې زه غواړم له تاسره واده وکړم .که چېرې تا زما سره واده ونه کړاویاله بل چاسره دې ملګرتیاوکړه نویقین وکړه چې زه به مړشم .هغه پخپلوماهرانه اوباریکوخبروکې زه راګیرکړم ماپه واقعي ډول دهغه په خبروباوروکړ.مګرزه په دې نه پوهېدم چې یواځېتوب دځوانانولپاره دمرګ نه کم نه وي.زه له ده سره ددوی په کورکې پرته له کومې ویرې یواځې ناسته وم .څه پوهیدم چې نن به زما دبرباد ۍ اوتباهۍ ورځ وي .
په خبروخبروکې هغه زه په غیږکې ونیولم اوماته یې وویل له مانه مه لیرې کیږه ځکه چې ته اوس زما ښځه یې، په دغه سخت انکشاف باندې زه هم حیرانه وم ځکه چې زه دلومړي ځل لپاره له یوداسې نوي کفیت سره اشناشوې وم اودارا ته معلومه نه وه ،چې په داسې یوکارسره دیوې نجلۍ ژوند د بربادی کومې ته لویږي .
اوس مونږه دواړه په یوې نوې لارې روان شوي وو.هغه څه چې ناممکن ښکاریدل په هغه کې څه مشکل نه وپاتې .هره ورځ به کله چې به مې دکورنۍ غړي ویده شول نوزه به دهغه کوټې ته تلم ،دوه درې میاشتې دغه حالت دوام درلود.دحیرانتیاوړخبره خوداوه چې مونږدواړه دومره باجراته شوي ووچې هیڅ ویره له مونږسره نه وه .
ددغسې کارونوپایله به څه کیږي نه پوهېږم......له څوورځوراهیسې زما طبعیت عجیب و غریب واودامیدواری حس مې کاوه دبدن غړي مې یوڅه سست شوي وو.یومیاشت وروسته مې خپلې یوې ملګرې ته داکیسه وکوله هغې راته وویل لیونۍ ته په کوم خیال کې یې ته خوپه یولوی مصیبت کې راګیره شوې یې .
ددې خبروپه اوریدوسره زه وارخطاشوم اوساه مې په ستوني کې وچه شوه .په دې سوچ کې شوم چې اوس به څه کوم اوکورنۍ ته به مې څه ځواب وایم .په هغه شپه مې دغه خبره له ساحل سره شریکه کړه نوهغه راته وویل ته فکرمه کوه ،سباته به زه درته ګولۍ راوړم له دې سره به ستاداستونزه هواره شي اوته به دپخواپه شان شې .په بله ورځ هغه زما نه دپیسوغوښتنه وکړه اوراته یې وویل چې دوا ډیره ګرانه ده ماته دوه زره روپۍ راوړه .ساحل ته معلوم ول چې دمورپیسې مې ټولې زماسره وي اوپلارمې هم ماته هروخت پیسې راکوي .
هغه ماته ګولۍ راوړې خوهغه ماته کومه ګټه ونه کړه .خبره دې ته ورسېده چې زما پنځه میاشتې پوره شوې اوزما جسامت کې ورځ په بدلون په سترګوکیده .په هغوورځوکې زمامشره خورچې واده شوې وه زمونږکورته راغله .هغه زما په لیدسره حیرانه شوه اوپه تندي یې خولې راماتې شوې په زړه یې و خوړل چې خبره څه ده .هغه په یواځیتوب کې زما نه پوښتنه وکړه چې په دغه ناوړه کارکې بل څوک درسره شریک دي .
اوس پرته له ویلونه ماسره بله لاره نه وه ،آخربه ما دغه رازترکومه په زړه کې پټ ساتلی وی اوپه رنځ به ېې یواځې کړېدم .ټوله کیسه مې له خپلې مشرې خورسره شریکه کړه.هغه زما سره دامرسته وکړه چې زه یې یوبلدډاکټرته یوړم اودوا یې راته واخیسته .خوله ما نه یې په جدي توګه غوښتنه وکړه چې نوردې له ساحل سره ونه ګورم ماهم ورسره ژمنه وکړه چې بیابه داسې کارنه کوم .له ډاکټره بیرته کورته راستنه شوم اوزه دډاکټردلارښوونې سره سم په کټ پرېوتم .دکلي دوې زړې ښځې زمونږکورته راغلې وې هغوی چې زه په دې حالت ولیدم یوخوهغوی له مخکې نه هم زما په اړه له کلیوالوخبرې اوریدلې وې اوس یې چې زه په دې حال ولیدم نودخلکوپه خبروباوري شول نودوی په کلي کې زماپسې نوره ناغاره هم وغږوله .
په هغوورځوکې دسختې ناروغی له کبله دخلکوهرډول خبرې زما لپاره بې ماناوې اوهره شیبه مې مرګ ته ګړۍ شمارلې .خورمې هم زما په دې حالت باندې ډیره اندېښمنه وه هغه په دې فکرکې وه چې مشکله ده زه له ور پیښې ناروغی څخه روغه ووځم .مګردخدای چې څه رضا وي هم هغه کیږي زه خدای ژوندۍ وساتلم اوله ناروغۍ نه یوڅه ښه شوم .یوڅه موده بیخي له کوره نه وتلم .اخرمې زړه په کورکې تنګ شویوورځ له کوره کوڅې ته ووتم چې سم ساحل نامرد هم له کوره ووت هغه زما په لیدوډیرخوشحاله شواشاره یې راته وکړچې زمونږکورته راشه .خووايي چې مارخوړلی له پړي ویریږي ماهم هغه ته انکاروکړ.هغه بیاخپلې ساحرانه خبرې راته شروع کړې خوماورته وویل ګوره ساحله بس کړه نورنوزما شاپریږده ستاله لاسه خوپه ټول کلي کې زما نوم بدشودوه میاشتې مې ناروغي تیره کړه .هرڅه دې رانه واخستل نورنورانه څه غواړې .په یوشرط زه ستاخبره منم چې ماسره دواده کولوژمنه وکړې .هغه راته په ځواب کې وویل ګوره سلګۍ زه اوس زده کړې کوم اودوه کاله نورباید زه خپل درسونه ووایم له دوه کاله مخکې خوزه واده کولی نشم هغه زما دپوهولوهڅه کوله ......ایاته دوه کاله پورې زما نه لیرې پاتې کیږې اوزما سره نه مخ کیږې ځان سره لږفکروکړه ته خپل زړه زما نه صبرولی شې حال داچې زه ستانه یوورځ هم لیرې نشم پاتې کیدای .لنډه داچې هغه یوځل بیازه پخپلوخبروکې راګیره کړم اوزه یې ددوهم ځل لپاره دهوکه کړم.
هغه زه بیاپه هغو لارو سرکړم چې ناروااودګناه اوخطالاره وه .مشهوره خبره ده چې علت ځې خوعادت نه ځي دځوانی موسم خوهم عجیبه موسم وي یوځل چې څوک په دغه وخت کې په بې لارۍ سرشونودهغه مخه نیول هم په غره کې لارکول دي .
له هغه سره د یوځای کیدوله وجې زه یوځل بیاله همغې پخوانۍ ستونزې سره مخ شوم خوداځل ماته لارې چارې معلومې وې پخپله يواځې ډاکټرته لاړم ډاکټرراته دوانه راکوله ډیرفریادونه اوزارۍ مې ورته وکړې .نودوا یې راکړه خوداځل دوایانوماته داسې سزاراکړه چې زما ځولۍ یې خالي کړیعني دمورکیدوله امیدڅخه یې خلاص کړم .
زه په دې نړۍ کې هغه څوک وم چې هرڅه مې دژوندپه لوبه کې بایللي واولکه دیوسیوري پاتې وم .دژوندانه دځوانۍ ټوله مرحله یعنی دڅلوارلس کلنۍ ترشل کلنۍ پورې مې له ساحل سره تیرې کړې خوزما سره یې واده ونه کړبلکه هغه ماته تل دهوکه اوفریب راکړاوماسره یې یواځې خپل حوسونه پوره کړاوزما نوم یې په ټول کلي کې بدکړچیرته چې به له خپلوملګروسره کښیناست نوزما په اړه به یې ټولې کیسې خپلوملګروته کولې .هغه غوښته په دې کارسره مابدنامه کړي اوپرې مې ږدي .یوه ورځ ماورته وویل ګوره ساحله ماسره جفامه کوه ماخپل هرڅه ستاپه نوم قربان کړل له ماسره واده وکړه ځکه چې اوس به ماسره پرته له تاڅوک واده وکړي خوهغه ته زما خبروکومه مانانلرله .
کله چې زه پوه شوم چې دی نه غواړي زما سره واده وکړي ماله ده سره دوروستي ځل لپاره شخړه وکړه په هغه ورځ چې کومې خبرې دده په خوله راغلې هغه سپکې سپورې یې راته وویل چې مایې کله فکرهم نه و کړی ، ته یوه بې کرداره ،بې حیااوخرابه نجلۍ یې داهرڅه چې ته زما سره کولی شې له هرچاسره کولی شی .هغه ماشومان چې تاله وخته مخکې ګوزاړکړهغه حرموني خدای خبردچاچاول .زه خوڅه پاګل نه یم چې له تاسره واده وکړم اوخپل ژوندله تهمتونوډک کړم .دهغه سپکوسپوروخبروزما ددماغ پردې خلاصې کړې له سترګومې سپین وتښتېدل اوپه دې وپوهېدم چې هغه نه غواړي زما سره واده وکړي .په هغه ورځ مې چې څه په خوله راغلل ماهم ورته وویل .ته ناځوانه یې ته هیڅ نارینه نه ې که چیرې ته نروی نوپخپله وعده به دې وفاکړی وی .مګرته انسان نه بلکه یوحیوان نه هم بدتریې ځکه تازما له ناپوهۍ اوکم عمری نه ناوړه ګټه پورته کړه زما ژونددې بربادکړبس دومره وایم چې تادې خدای هیڅ کله خپل مراد ته نه رسوي درپه درخاورې په سرشې.هغه ته زما خبرې ټوکې ښکاریدې اوهیڅ پروایې نه راتله ځکه چې سوځیږي هغه ځای چیرته چې اوربل وي .
وروسته له دې ماله ذهنه دساحل خوبونه وویستل اوله هغه سره مې خدای نفرت په زړه کې پیدا کړ.مګرزما نفرت کاش له هغه سره پخواپیداشوی وی اویاهم له یوداسې انسا ن سره زه نه وی مخ شوی .په کلي کې ماته ژوندنورنوخوندنه راکاه دکلي وړو،مشرانو،هلکانواوښځوټولوماپورې خبرې کولې زه دیته اړشوم چې له کلي یوڅه موده یوبل چېرته لیرې لاړشم نوسوات ته دخپل ترورکورته لاړم پوره یوکال له کورمورپلاراوټولولیرې پاتې وم مورپلارمې ډیریادیدل له یوه کاله ورسته بیرته کلی ته راغلم .کله به چې بیاهم له ساحل بې غیرت سره مخ کیدم بیا به یې دپخواپه څيرراته اشارې کولې خوهغه نه پوهیده چې زما په زړه کې دهغه لپاره نفرتونوځای نیول دی.
زه اوس هغه وړه سلګۍ نه وم چې به هرچرته بیغمه ګرځېدمه اوس ماته یواځې دخپلې یوې ملګرې کورته دتللواجازه وه .زما ملګرې سیلۍ به هم زمونږکورته راتله خوهغه به چې کله زمونږکورته راتله نویوکس به ورسره و، ورویې احمداویاهم تره ځوی یې ندیم .
مادخپل عمرڅلورویشت کلونه ترشاپرېښودل چې ورستي لس کلونه یې ټول له غمونواوکړاونونه ډک و ماپکې پرته له غمه نورڅه ونه لیدل .تل به په دې سوچ کې وم چې اوس به له ماسره څوک واده کوي .یوه ورځ زه ډیره خفه وم سیلۍ دوسته مې خواته راغله اورانه یې پوښتنه وکړه چې ولې خفه یې ماورته وویل له همغې وجې چې ټول کلی پرې ښه پوهیږي .هغه راته وویل سلګۍ خپله ماضي هیره کړه پریږده دابې ځایه سوچونه اوفکرونه اوهغه یوسیلاب وپرتاراغی اوتیرشواوبیادې خدای داسې سیلاب ستاپه ژوندکې نه راولي اوپه دې کې خوته بیاهیڅ ملامته نه یې بلکه ساحل بایدډيرشرمنده وي چې ستادنادانی یې ناوړه ګټه پورته کړه ته خوپه هیڅ نه پوهیدې اوتاخوداهرڅه په ناپوهۍ کې کړي .هورښتیازه ستا لپاره یوښه زیری هم لرم .ماورته وویل څه زیری ژرشه راته ووایه .وایم یې درته مه وارخطا کیږه .سلګۍ ته زماد تره ځوی ندیم خوپیژنې هغه غواړي له تاسره واده اوهغه ستاسره ډیره مینه لري .ماورته په ځواب کې وویل ګوره سیلۍ داخبرې پریږده داسې ډیرې رشتې زما لپاره راغلې خوکله به چې دوی زما په اړه پوه شول چې زما ماضي خرابه ده نو بیاددوهم ځل لپاره هیڅ کله هم هغوی زمونږدکورپه درشل زما لپاره قدم نه ایښوده .اوکله چې ندیم زما په اړه پوه شي نوفکرکوم چې هغه به بیاماته ونه ګوري .سیلۍ راته وویل سلګۍ ندیم ستاپه هکله پوره معلومات لري اوستاپه اړه ټولې خبرې ورته ساحل کړي دي خو هغه ستاسره نه بلکه له ساحل سره نفرت لري اوغواړي چې تاخپله کړي اوته هم بایددافرصت دلاسه ورنه کړې .ماورته وویل سلګۍ زه ستاخبرې منم خونارینه بیا ټول یوشان وي په همدردی کې ډیره همدردي کوي خوداسې خبرې هغوی هیڅ کله هم نه مني .زما غوندې خلک بیادهغوی لپاره هیڅ کله هم دمنلووړندي .که چیرې ندیم زما سره واده هم وکړي نوبیابه ټول عمرماته طعنې اوپیغورونه راکوي .نوزه نه غواړم واده وکړم.سیلۍ راته وویل داپریکړې په دومره اسانۍ سره نه کیږي زه اوس درنه ځم ته په دې اړه په سړه سینه فکروکړه .زه ستادځواب په تمه یم .
سیلۍ لاړه خوزه یې له یوعالم سوچونواوفکرونوسره پرېښودم .ماهم له ډیره فکره وروسته داپرېکړه وکړه چې له ندیم سره واده وکړم اونورمې نوځان تقدیرته وسپاره .سیلۍ ته مې وویلې چې ندیم ته ووايي چې خپل موراوپلارزمونږکورته واستوي .زماکورنۍ هم په همدې انتظاروه چې یوڅوک درشتې لپاره راشي اودوی ورته هوووايي .نودندیم درشتې دراتلوسره سم زما کورنۍ ومنله اوپه دې شان ماله ندیم سره واده وکړ.
دواده په لومړۍ شپه له ډیرې ویرې مې رنګ پک اوښتی و.بل خوادندیم لاسونه هم ریږدیدل ......هغه زما سره ژمنه وکړه چې تل به یوبل ته وفاداره پاتې کیږواوله یوبله به نه بیلږو.ماضي به هیروواوله سره به دیوه نوي ژوندپیل اخلو.ندیم یوپرښته صفت انسان واوهرهغه خوښي چې ماله ربه غوښتنه هغه له ندیم سره دواده کولوورسته پوره شوه .هغه زه هیڅ کله هم دې ته پرېنښودم چې دخپل ماضي په یادونومالګې واچوم اوپخپله ماضي پیښمانه شم .ماهم له هغه سره ډیره مینه کوله اوهغه څه دندیم په خوښه ول هم هغسې به مې کول .
هوزه داوایم چې که هرڅوک ښه نیت ولري هغه هیڅ کله هم په ژوندکې له ناکامۍ سره نه مخ کیږي زما نیت ډیرپاک وونوځکه الله تعالی زما ټولې هیلې وروسته له ډیروکړاوونو پوره کړې .خوساحل ټول عمرلوغړن اودرپه درپاتې شواوله داسې زلت سره مخ شوچې دډیری غریبۍ له وجې چاورته خپل لورهم نه ورکوه .
داسمه ده چې زه له اولاده محرومه یم خوبې اولاده نه یم .ندیم دخپل خوریوځوی فرزندي نیولی اوزه دهغه پالنه دیورښتنیني مورپه شان کوم اوهیڅ دافکرمې ذهن ته نه راځې چې زه بې اولاده یم .داحتمي نده چې دیوچاټول هیلې اوارزوګانې دې پوره شي په ژوندکې ځنې خوښۍ دچاپه برخه اوځنې هم ترمرګه نیمګړې پاتې کیږي خومونږبایدپه هرحال کې له خپل تقدیرڅخه راضي واوسو.