د بودجې د نه تصويب په اړه ولسي جرګې ته د ماليې وزارت خبرداری 

روهي (پنځه نۍ/۲۳ د سلواغې)، د درېيم ځل لپاره د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه ولسي جرګې ته لېږل کيږي خو لا هم مالومه نه ده چې ولسي جرګه به بودجه تصويب او که رد کړي. 

د ماليې وزارت مسوولينو نن ورځ ملت د حکومت د حساب ورکونې پروګرام کې ويلي دي چې که چېرې دا ځل هم د ولسي جرګې له خوا بودجه رد شي، نو هېواد کې به د بې کارۍ او غبرت سطحه لوړه شي. 

د ماليې وزارت چارسمبال وزير محمدخالد پاینده نننۍ ناسته کې ويلي دي چې د بودجې په دغه مسوده کې د ولسي جرګې د وکيلانو قانوني غوښتنې ځای شوې دي او هيله يې وښوودله چې ولسي جرګه هم دغه بودجه تصويب کړي. 

کابينې دوه ځلې له دې وړاندې ولسي جرګې ته بودجه لېږلې وه، خو د وکيلانو له خوا په غوڅ اکثريت رايو سره د بودجې دواړه مسودې رد شوې وې.