ډاکټر عبدالله: وکيلانو راڅخه غوښتي چې د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ د رامنځ ته شوي ټکر د حل لپاره منځګړېتوب وکړم 

روهي (څلورنۍ/۲۲ د سلواغې)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسي جرګې د مرستیال  میرزا محمد کټوازي په مشرۍ له يو شمېر وکيلانو سره کتلي دي.  

عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې د ولسي جرګې مرستیال د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ په راپورته شوې ستونزه اندېښنه وښوده او غوښتنه یې وکړه چې پدې برخه کې منځګړتوب وکړم، ترڅو د دولت د دوه مهمو  رکنونو ترمنځ تقابل د نظام د کمزوري کېدو لامل نشي.

د عبدالله عبداللهه په دې اړه زياته کړې ده، "د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ تقابل د هېواد، خلکو او سیاسي نظام په خیر ندی، ژمنه مې وکړه چې د دې اختلافاتو په حل کې به په جدي ډول هڅې وکړم.''