عبدالله عبدالله: د لنډمهاله حکومت جوړېدو سره مخالف يم 

روهي (درې نۍ/۲۱ د سلواغې)، د حکومت د مصالحې  عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې سوله د لنډمهاله حکومت په جوړېدو پورې نه ده تړلې. عبدالله وايي چې د اوسني حکومت پر ځای د بل حکومت جوړېدل سولې ته د رسېدو تضمين نه شي کولی. 

نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ سپيدار ماڼۍ کې د ملي پخلاينې شورا په چوکاټ کې د رسنيو کمېسيون د پرانېستې په مراسمو کې کړې دي. نوموړي زياته کړې  "هېڅ داسې یو تجربه نشته چې د لنډ مهاله حکومت په رامنځته کېدو سره دې سوله راشي. دا چې څو کسان د لنډ مهاله حکومت وړاندیز کوي، زما په اندا داسې یو حکومت ستونزه نشي هوارولی."

د لنډمهاله حکومت د جوړېدو غوښتنه يو شمېر هغه سياسي څېرې کوي چې د ولسمشر غني په مشرۍ د اوسني حکومت مخالفين دي. له دوی وراېخوا تېره اوونۍ د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني هم د لنډمهاله حکومت د طرحې ويلي وو، چې د وکيلانو له سخت غبرګون سره مخ شو. 

افغانستان ته د زلمي خليلزاد د وروستي سفر په اړه ويل شوي چې نوموړي د لنډمهاله حکومت د جوړېدو طرحه راوړې وه، چې په همدې پار ولسمشر غني ورسره لېدنه رد کړه.