د علي پور په قضيه کې د وردګ ميدان امنيه قومندان څارنوالۍ ته معرفي کيږي 

روهي (دوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، وردګ ميدان ولايت بهسود ولسوالۍ ته د حکومت تللی پلاوي وايي چې د بهسود ولسوالۍ په پېښه کې د دغه ولايت امنيه قومندان الله داد فدایي بايد له دندې ګوښه او محکمه شي. 

بهسود ولسوالۍ ته پلټونکی څلورکسيز پلاوي وايي چې د وردګ ميدان امنيه قومندان الله داد فدایي پر لاريون کوونکو ډزې کړي؛ دندې يې بايد وځنډول شي او محکمې ته دې معرفي شي. 

ياد پلاوی وايي چې په دې اړه ټول شوي مالومات يې ملي امنيت شورا ته لېږلي دي. کورنيو چارو وزارت هم وايي چې د بسهودو پېښې په اړه يې د وردګ ميدان امنيه قومندان کابل ته راغوښتی دی.