اسماعيل خان: د موقت حکومت طرحه راته رسېدلې خو طالبانو ته په کې ډېر امتيازونه ورکړل شوي 

روهي ( يوه نۍ/۱۹ د سلواغې)، اوبو او برېښنا پخوانی وزير او جهادي قومندان تورن اسماعيل خان وايي چې د وقت حکومت د جوړېدو يوه طرحه ورته رسېدلې ده. نوموړي وايي چې دغه طرحه ټول شموله نه ده. 

اسماعيل خان وايي چې دغه طرحه کې د طالبانو او امريکا ليدلوري او غوښتنې شتون لري او طالبانو په کې ډېر امتيازونه ورکړل شوي دي. د نوموړي په وينا دغه طرحه کې پنځوس سلنه واک طالبانو اوپنځوس سلنه حکومت ته ورکړل شوی دی. 

دغه جهادي قومندان وايي چې په شته طرحه کې د افغانستان د موضوع اصلي اړخونه شتون نه لري او يوازې د اوسني حکومت او طالبانو ترمنځ سره په کې واک وېشل شوی دی. 

تورن اسماعيل خان د طالبانو واکمنۍ پر وړاندې جنګېدلی او اوس مهال د ولسمشر محمد اشرف غني د سياسي مخالفينو څخه دی چې ډېری وخت يې پر سياستونو نيوکې کوي.