لوړپوړي امنيتي مسوولين: که د سولې خبرې ناکامې شي جګړه کوو 

روهي (يوه نۍ/۱۹ د سلواغې)، تېره ورځ د حکومت لوړپوړو امنيتي مسوولينو کابل کې په يوې خبري ناستې کې ويلي دي چې که چېرې دوحه کې د حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې خبرې پايلې ته ونه رسیږي، نو دوی جګړې ته چمتوالی لري. 

دغه ناسته کې د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب، کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي، د ملي دفاع وزارت مرستيال شاه محمود مياخېل، د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال جنرال عبدالصبور قانع او د سيمه ييزو ارګاونو خپلواکې ادارې مشر  شميم خان کټوازي برخه اخېستې وه. 

د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب ويلي دي چې افغان حکومت په هر ځای او وخت کې د سولې خبرو ته تيار او سولې ته لومړيتوب ورکوي او په همدې پار يې خپل پلاوی دوحې ته لېږلی دی. 

نوموړي دا خبرداری ورکړی دی چې که چېرې طالبان د سولې خبرو ته تيار نه شي نو افغان ځواکونه به د سپيڅلي دفاع په نوم د دوی پر وړاندې جګړه پيل کړي. 

ناسته کې کورنيو چارو وزير محمد معسود اندرابي ويلي دي چې طالبان دا وړتيا نه لري چې کوم ولايت او يا ښار ونېسي. د ملي دفاع وزارت مرستيال مياخېل ويلي چې طالبان د تاوتريخوالي له لارې د خبرو پر مېز د امتياز غوښتنه کوي چې دا يوه ناسمه شمېرنه او فکر دی.