احمد ضياء مسعود: د ولسمشر غني حکومت د ړنګېدو په حال کې دی

د جمعيت ګوند مرستيال احمد ضياء مسعود وايي چې له ۲۰۱۴ کال راهيسې اشرف غني په دې هڅه کې دی چې د حکومت ډول شاهي کړي او په همدې اساس يې تر اوسه داسې چارې شروع کړي دي چې د يو پاچا په ډول کارونه تر سره کوي. 
 
نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې په لومړیو کې اشرف غني د يو ملي حکومت د جوړېدو فرصت درلودو خو له لاسه يې ورکړ؛ ټول قومونه او سياسي ګوندونه يې څنډې ته کړ او د يو سلطان په ډول يې سلوک پيل کړ. 
 
احمد ضياء مسعود دا ادعا هم کړې ده چې اشرف غني په تېرو شپږو کالونو کې اساسي قانون تر پښو لاندې او د هېواد ملي او سياسي شخصيتونه يې سپک او توهین کړل. د مسعود په وينا چې اشرف غني هېواد کې د اقتصادي بحران، امنیتي کړکېچ او نورو ستونزو لامل دی. 

نوموړي دا وړاندوینه کړې ده چې د موقت په راتلو سره به د اشرف غني اوسنی حکومت نور پای ته ورسیږي.