د ولسمشر غني استعفا او پرځای يې لنډمهاله حکومت د جوړېدو غوښتنې ته د حمد الله محب غبرګون

 
روهي (نۍ/۱۱ د سلواغې)، د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستيال عباس ستانکزي د تیرې ورځې څرګندونې چې مسکو کې يې په يوې ناستې کې کړې وې له غبرګونونو سره مخ شوې دي. 
 
نوموړي اوسنی حکومت د سولې پر وړاندې خنډ بللی او په وينا يې چې که چېرې ولسمشر محمداشرف غني همدا نن استعفا وکړي نو دوی تيار دي چې سوله وکړي.
 
د نوموړي څرګندونو ته په غبرګون کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي چې د لنډمهاله حکومت طرحې د پرديو اجنډا ده او افغان ولس ته د منلو نه ده. 
 
نوموړي لېکلي، "‏هغوی چې د سولې له مذاکرې سره یې هم د مسلمانانو د سر او مال له وهلو لاس نه دی اخیستی، اوس دې پر دې پوه شي چې زموږ ملت د ولسواکي پر ارزښت او د نظام پر اهمیت پوهېدلی. نور دلته د هیڅ پردۍ اجنډا تطبیق ته موقع نه شته. ‏
موقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنا لري. که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلای، د سولې بین الافغاني مذاکره به یې د اوربند پر بنسټ جاري ساتله."
 
 د عباس ستانکزي د خبرو په غبرګون کې ولسمشر غني هم ويلي چې دی د سولې خنډ نه بلکې د سولې اتل دی او موقت حکومتونه افغانانو تجربه کړي چې وينې په کې بهیږي.