بهسود ولسوالۍ کې د علي پور او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه؛ د علي پور نهه کسان وژل شوي 

روهي (نۍ/۱۱ د سلواغې)، د وردګ ميدان ولايت په بهسود ولسوالۍ کې د هزاره علي پور نومي قومندان کسانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده، چې دواړه خواوو ته په کې تلفات اوښتي دي. 

کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې په ياده ولسوالۍ کې د عليپور کسان د افغان امنيتي ځواکونو د فعاليتونو پر وړاندې خنډ ګرځېدلي چې په پايله کې يې جګړه رامنځ ته شوې ده. 

د مالوماتو پر بنسټ نښته کې د علي پور نهه کسان وژل شوي او همدا ډول د افغان امنيتي ځواکونو په شمول د سيمې تر ۱۲ ولسي وګړي ټپيان شوي دي. 

له بلې خوا په ولسي جرګه کې  هزاره وکيلان د پېښې بل ډول انځور ورکوي او زياتوي چې افغان ځواکونو بهسود ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو بريدونه کړي دي.