د عباس ستانکزي خبرو ته د ارګ غبرګون: ولسمشر به د خپل واک دوره بشپړه وي 

روهي (جمعه/۱۰ د سلواغې)، د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال شير محمد عباس ستانکزي خبرو ته غبرګون ښوودلی او لېکلي دي چې د اساسي قانون اړوند به ولسمشر د خپل واک ټاکنيزه موده بشپړوي. 

دوا خان مينه پال پر ټوېټر لېکلي دي،  "دولسمشر دوره اساسي قانون ټاکلې ده، اوسنی ولسمشر به د خپلي دورې تربشپړېدو وروسته ځای هغه کس ته پرېږدي چې دافغانستان دخلکو درایو پراساس وټاکل سي."

ستانکزي مسکو کې يوې ناستې ته ويلي دي چې که چېرې اشرف غني نن ورځ هم استعفا ورکړي او د يو نوي حکومت لپاره هوکړه وکړي نو سوله به راشي او سوله بيا کېدونکې ده.