لويې څارنوالي: روان کال شپږ زر او ۳۵۹  لویي او کوچنۍ  قضیې څېړل شوې 

روهي (پنځه نۍ/۹ د سلواغې)، لویه څارنوالي وایي د داخلي او خارجي امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې په برخه کې په ۱۳۹۹ مالي کال کې شپږ زر او ۳۵۹  لویي او کوچنۍ  قضیې چې وزیران،والیان، د ولایتي شورا استازي، محلي او مرکزي ریسان پکې شامل دي ثبت او رسیدګي ورته شوي چې ډیری د خپل جرم په سزا رسیدلي.

ملت ته د ځواب ورکولو په غونډه کې د هېواد لوی څارنوال محمدفرید حمیدي وویل چې لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۹ لمریز کال له عادي بودیجي؛ درې میلیاردو او ۱۷۲ میلیونو افغانیو څخه د قرنطین او له دې کبله په اجرااتو کې له خنډونو سره سره، ۱۲۳ میلیونه،  افغانۍ په رڼه او موثره توګه لګولې دي، چې د بودیجې ۹۸ سلنه لګښت ښيي. 
 
لوی څارنوال زیاتوي چې عدالت ته د خلکو د لاسرسي په موخه په ۱۳۹۹ لمریز کال کې لس غیرفعالې ولسوالۍ د محلي کادرونو په ګومارنې سره فعالي شوې دي چې له دې وړاندې به هلته صحرایي محکمې ترسره کیدي او یا به هم هلته خلکو د خپلو قضیو د حال لپاره نورو ادرسونو ته مراجعه کوله.

د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز هم څه باندې کال وړاندې د اوسني لوی څارنوال په نوښت او ولسمشرۍ ماڼۍ په ملاتړ رامنځ ته شو.

خو دغه مرکز باندې ځینې نیوکې هم دي. د خلکو تمه داوه چې مرکز به خپلې چارې د لوړپوړو چارواکو د فساد له دوسیو پيل کړي.

لوی څارنوال فرید حمیدی بیا وایي، بشپړ اصلاحات اوږدمهاله هڅو ته اړتیا لري.