ولسمشر غني د المان له لومړۍ وزيرې انګلا مرکل سره المان ته د هوايي دهليز له لارې د افغانستان د وچې او تازه ميوې د لېږد په اړه خبرې کړې 

روهي (پنځه نۍ/۹ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د المان له لومړۍ وزيرې  انګلا مرکل سره د افغانستان او المان د اړيکې په اړه ان لاين ناسته تر سره کړې. 

دغه ناسته کې د المان لومړۍ وزيرې افغانستان کې د جګړې او تاوتريخوالي په ډېروالي اندښنه ښوودلې، د ژر اوربند يې ويلي او له افغانستان سره يې د خپل هېواد د مرستو او سوداګريزو اړيکو ډاډ ورکړی. 

ولسمشر غني په دې ان لاين ناسته کې د افغانستان او المان ترمنځ د هوايي دهيلز ويلي دي چې  له لارې به يې د افغانستان تولیدات او په ځانګړي ډول وچه او تازه ميوه د المان مارکېټونو ته رسيږي. لومړۍ وزيرې  انګلا مرکل هم د ولسمشر غني د دغه طرحې هرکلی کړ.