عبدالله: ايران ته د طالب پلاوي سفر د مصالحې عالي شورا په مشورې او هوکړې تر سره شوی 

روهي (څلورنۍ/۸ د سلواغې)، ډاکټر عبدالله عبدالله ايران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه لېکلي دي چې يا سفر د افغانستان حکومت او د مصالحې عالي شورا سره په مشورې او تفاهم تر سره شوی دی. 

نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ کابل کې  "د اوربند په اړه د افغان ميرمنو ليدلوري او غوښتنې" په نوم يو رسنيز کنفرانس کې کړې  دي. عبدالله عبدالله ياد کنفرانس ته په خپلې وينا کې ويلي دي چې اوربند د افغانانو اصلي غوښتنه ده. 

عبدالله عبدالله دا هم ويلي دي چې افغانستان کې د جګړې اوږدوالی هېواد کې د بهرنيو ځواکونو پاتې کېدو ته زمېنه برابره کړې ده؛ که چېرې جګړه بس شي نو افغانان له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتل غواړي. 

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوی تېره ورځ د ايران په رسمي بلنه تهران ته په سفر لاړ. دغه پلاوی له دې وړاندې اسلام اباد ته تللی وو.