ولسمشر ماڼۍ: د باختر ګنجینې د ناخوندیتوب  په اړه د ولسي جرګې د رئیس  څرګندونې د تاسف وړ دي

روهي (څلورنۍ/۸ د سلواغې)، ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني هغه څرګندونو ته غبرګون ښوودلی چې د باختر خزانې د ناخوندیتوب او له هیواده بهر ته یې د لېږد په اړه يې کړې وي. 

ولسمشرۍ ماڼۍ د مير رحمان رحماني يادې څرګندونې د تاسف وړ  او د خلکو د ذهنونو ګډوډونکې بللې دي.  

د ارګ په خبر پاڼه کې ويل شوي دي،   "باختر ګنجینه د افغانانو له لویو پانګو څخه ده چې د تاریخ په لوړو ژورو کې چې هغه مهال د هیواد پانګې لوټ شوې، خوندي پاتې شوې ده.
د افغانستان حکومت نه یوازې دغه تاریخي ګنجینه په مسوولانه ډول ساتي، بلکې دغه ګنجینه د افغانستان د تاریخ او هویت د پېژندونکي په توګه څو ځله د نړۍ د مشهورو هیوادونو په پلازمېنو کې نندارې ته ایښودل شوې او له لارې یې د افغانستان دولت خزانې ته پام وړ عواید راغلي دي.

دغه قېمتي ګنجینه د افغانستان د ویاړلو خلکو ملکیت دی او د افغانستان د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون به یې د افغانستان اسلامي جمهوریت ساتنه کوي.
د هیواد د دې ملي پانګې د لېږد او بل هیواد ته یې د سپارلو وړاندیز غیر مسوولانه او د هیواد د لوړو ګټو خلاف دی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي شورا د ولسي جرګې رئیس او غړو څخه غواړي چې د ملي مسایلو په اړه مسوولانه نظر څرګند کړي او د خلکو ذهنیت دې نه خرابوي."