د ولسي جرګې د غړو اندېښنه:  باختر خزانه خوندي نه ده 

روهي (څلورنۍ/۸ د سلواغې)، افغانستان کې د فساد په اړه د سېګار له راپور وروسته د ولسي جرګې غړو د باختر خرانې چې د افغانستان د پيسو د ارزښت مهم برخه شمېرل کيږي، اندېښنې ښوودلې دي. 

د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني ويلي دي چې کله له هېواده په بې نومه الوتکو کې پيسې او طلا بهر وځي نو دا شونتيا ا ويره شته چې د باختر خزانه خوندي نه ده. 

رحماني ويلي دي چې د افغانستان بانک باوري نه دی او په بيړني ډول سره بايد د باختر خزانه يو بهر هېواد ته د امانت په ډول ولېږل شي. 

د وکيلانو اندېښنې دا دي چې د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول د افغانستان بانک ناسم مديريت او فساد کې ککړتيا به لامل شي چې افغان ولس د باختر خزانه له لاسه ورکړي.