روهي (درې نۍ/۷ د سلواغې)، د حامد کرزي د حکومت پرمهال د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال او د جمعيت ګوند معاون احمد ضياء مسعود له سياسي مشرانو سره د ولسمشر غني نننۍ ناستې ته غبرګون ښوودلی او تبصره يې پرې لېکلې ده.
نوموړي افغانستان کې د يو داسې سياسي جوړښت ويلي دي چې واک پر قومونو وېشل شوی وي. د احمد ضياء مسعود په فکر افغانستان ګڼ قوميز هېواد دی او دلته بايد څو قومي - ديموکراسي شتون ولري.
نوموړي لېکلي دي چې افغانستان کې د رياستي نظام پر ځای بايد فدرال نظام جوړ شي چې واک به په کې وېشل شوی وي. رياستي نظام کې د هېواد ټول واک د يو کس یانې ولسمشر په لاس کې وي او نور ترې محروم وي.
نوموړي د ولسمشر محمداشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سياف، ډاکټر عبدالله عبدالله، حمد الله محب او فضل محمود فضلي دغه انځور ته په غبرګون کې لېکلي او تبصره يې کړې، چې د پارلمان تر څوکيو قدرت بايد پر قومونو ووېشل شي؛ او نظام دې فدرال شو.
احمد ضياء مسعود او يو شمېر نور همفکره يې له پخوا افغانستان کې د متمرکز رياستي نظام پرځای د يو نامتمرکز فدرالي نظام په جوړېدو ټینګار کوي.
وروستي