روهي (درې نۍ/۷ د سلواغې)، د ايران په رسمي بلنه دوحه کې طالب پلاوی چې مشري د قطر د سياسي دفتر مشر عبدالغني برادر کوي، نن ورځ تهران ته لاړ. طالب وياند ډاکټر محمد نعيم رسنيو ته د دغه خبر پخلی کړی.
د افغانستان د سولې د سيمه ييزې اجماع په اړه د افغان حکومت او طالبانو استازو د سيمې هېوادونو او په ځانګړي ډول پاک ستان او ايران ته په دې وروستيو کې سفرونه کړي دي.
ځيني سياسي شنونکي په دې اند دي چې دا ډول سفرونه افغانستان کې د يوې تل پاتې سولې ښکارندوي کوي خو ځيني نور بيا دا اندېښنې لري چې د سيمې هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهير د خپلو ګټو لپاره وکاروي او خنډونه په کې رامنځ ته کړي.
وروستي