ولسمشر غني د سولې په اړه: موږ عذر او تسلیمۍ ته حاضر نه یوو

روهي (يوه نۍ/۵ د سلواغې)، ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د اهل تشیع علماو شورا له غړو سره په ارګ کې وکتل. په دغه کتنه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش او په امنیتي او سیاسي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار استاد محمد محقق هم حضور درلود. 

ولسمشر غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د اهل تشیع علماو شورا د واضح، روښانه او اصولي دریځ مننه وکړه وې ویل، جمهوریت هغه چتر او بستر دی چې د ټولو افغانانو مساوات په کې تامینېږي.

نوموړي د خپلو خبرو په يوې برخې کې د سولې په اړه ويلي، چې موږ عذر او تسلیمۍ ته حاضر نه یوو او دا ډول سوله غواړو چې بقا، هوساینه او ملي یووالی په کې وي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د علمای کرامو د امنیت د تامین لپاره به زیات تدابیر ونیسو او په پام کې ده د وقف نامو او د هغو د قانون پر مسوده د حنفي او جفعري مذهبونو په اساس واضح فکر وشي او ستاسې د نورو وړاندیزونو په اړه به لازم اقدام ترسره شي.