ولسمشر غني شپږ نیموبجو غونډو فرهنګ به د ټولو ولایتونو امنیتي تړونونو او ورپسې ټولو ادارو کې الزامي شي

روهي (یوه نۍ/۵ د مرغومي)، ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح دفتر کې د شپږنیمو بجو ځانګړې غونډه کې له ګډون وروسته ویلې دا غونډې به ټولو ولایتونو کې الزامي شي.

د ارګ له لوري په همدې موخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، چې ولسمشر غني نن د شپږنیمو بجو غونډه کې د ګډون پرمهال د قانون ماتونکو پر وړاندې د شپږنیمو بجو غونډو لاسته راوړنې او شېوه وستایله او د هغو پر دوام یې ټینګار وکړ.  

د ولسمشر په وینا، چې "د شپږ نیمو غونډې به نه یوازې ونه ځنډېږي، بلکې ډېر ژر به د ځانګړې امریې له لارې د شپږ نیمو بجو د غونډو فرهنګ د ټولو ولایتونو امنیتي تړونونو او ورپسې ټولو ادارو کې الزامي شي".  

ولسمشر غني همدا راز د کابل ښار امنیت کې د ټولو د هلو ځلو او پرمختک د قدرانۍ ترڅنګ د پلازمېنې د آمنیت په برخه کې ټینګار کړی او د خپلو خبرو په پای کې یې د شپږ نیمو بجو غونډو د غړو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه چې دا ډسپلین او چوکاټ یې رامنځته کړی