ولسمشر غني: د سهار شپږ نيمو بجو ناستې به جاري وي؛ که امرالله صالح ترې شاته شي زه يې مشري اخلم 

روهي (يوه نۍ/۵ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د امرالله صالح په مشرۍ د امنيتي وضعيت په اړه د سهار شپږ نيمو بجو ناسته کې ګدون وکړ. ولسمشر د يادو ناستو په جاري ساتنې ټېنګار کړی. 

ولسمشر غني ويلي دي چې د سهار شپږ نيمو بجو ناستو د هغه کسانو په زړونو کې ويره اچولې ده چې قانون ماتوي او خپلسري کوي. محمد اشرف غني ويلي دي چې د سهار شپږ نيمو بجو کلتور به ولايتونو ته هم وغځول شي او وروسته به هره دولتي اداره کې دا کلتور پلی شي. 

ولسمشر محمد اشرف غني د سهار شپږ نيمو بجو د ناستو او لاس ته راوړنو ستاينه کړې خو زياته کړې يې ده چې دا بسنه نه کوي او لا نور کار ته هم اړتيا شته. 

محمد اشرف غني د يادو ناستو اغېز د امرالله صالح په شتون کې ياد کړی او ويلي دي چې که چېرې لومړی مرستيال امرالله صالح له دغه ماموريت او دندې شاته شي نو دی به په خپله مټې ورکړي.