کابل کې پوليسو يو تن د خپلې مور او خورو د سرو زرو د غلا په تور نېولی دی 

روهي (يوه نۍ/۵ د سلواغې)، کابل پوليس وايي چې د نجيب الله په نوم يو کس يې په دې تور نېولی دی چې د خپلې مور او خور سره زر يې غلا کړي وو. 

نوموړي کس د کابل ښار اوومې ناحيې اړوند سيمو کې د دوه مېلېونه افغانيو په ارزښت د خپلې کورنۍ د غړو سره زر غلا او هڅه يې کوله چې بازار کې يې خرڅ کړي، خو پوليسو نېولی. 

پوليسو ويلي دي چې نېول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی  او ور سره سره زره بېرته د هغې کورنۍ ته سپارل شوي دي.