عبدالله: تر اوسه دوحه  کې د سولې خبرو ناهيلی کړی نه يم 

روهي (نۍ/۴ د سلواغې)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن ورځ د دغه شورا په يوې ناستې کې د تاوتريخوالي د ډېروالي ويلي دي خو په ورته وخت کې وايي چې دوحه د سولې بين الافغاني خبرو بهير ته هيله لري او تر اوسه ترې ناهيلی شوی نه دی. 

عبدالله ويلي، "د سولې ټنګښت په برخه کې لومړی قدم د تاوتریخوالي کمول وه چې ونشو، باید اوربند شوی وی، ترڅو خلکو په سوله باور پیدا کړی وی. سولې خبرو اترو په جریان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل افغانانون ته د پوښتنې وړ ده، د تاوتریخوالي لمن پراخه شوې، چې علت یې پر جنګ او تاوتریخوالي د طالبانو ټینګار دی."

عبدالله عبدالله وړاندې زياته کړې ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي د ملي مصالحې عالي شورا په واضحو لارښونو او هدایاتو د انعطاف منلو په روحیه په خبرو اترو کې ګډون کړی، د افغان ولس غوښتنه داده، چې باید طالبان هم دغه روحیه ولري او د سولې په برخه کې خپل جدیت ښکاره کړي، ترڅو سولې ته ورسیږو.ي.