ولسمشر غني سياسيونو ته: د لنډمهاله حکومت طرحه د کوم صلاحيت پر اساس وړاندې کوئ؟ 

روهي (جمعه/۳ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني هرات ولايت ته د خپل سفر پر مهال د لنډمهاله حکومت د جوړېدو سره مخالفت ښوودلی او توند غبرګون يې ورته څرګند کړی دی. 

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې ويلي دي چې هغه کسان چې د لنډمهاله حکومت په اړه وايي دوی د افغان ملي امنيتي ځواکونو په اړه فکر يې کړئ؟ آيا دوی د کوم صلاحيت پر بنسټ د لنډمهاله حکومت د طرحې او جوړېدو وايي؟ 

نوموړي ويلي دي چې افغانستان کې د واک لېږد به د ټاکنو پر بنسټ کيږي او که طالبان هم وي بايد د ټاکنو له لارې واک ته ورسيږي. 

ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې هم پر دې ټېنګار کړی وو چې واک به يوازې د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستي ته پرېږدي.