روهي (جمعه۳ د سلواغې)، د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي وايي چې د امنيتي تړون په چوکاټ کې يې له نظام الدين قيصاري ژمن ليک اخېستی دی، چې د دولت او قضايي ادارو په چارو کې به لاس وهنه نه کوي.
د بلخ والي دا څرګندونې د نظام الدين قيصاري له هغو خبرو وروسته کړې دي، چې بلخ کې يې انساني تښتوتې، ترور او جنايي پېښو تر شا د عطا محمد نور د کسانو لاس وبللو.
قيصاري ويلي وو، چې په دې اړه يې له کابله راغلي پلاوو او همدا ډول د بلخ والي سره کتلي او خبرې کړي، خو تر اسه دوی کوم اقدام نه دی کړی.
د قيصاري د يادو څرګندونو په غبرګون کې د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي وايي چې قيصاري ژمنه کړې چې د حکومت په چارو کې به لاس وهنه نه کوي؛ او که چېرې کوم کار يې وکړ نو د دوی له ډېر بد غبرګون سره به مخ شي.
محمد فرهاد عظیمي دا هم ويلي دي، چې نظام الدين قيصاري دوی سره تعهد کړی چې د خپلو ساتونکو او موټرونو شمېر به هم مالوموي او له هر ډول مزاحمت کوونکو کړنو په لاس اخلي.
وروستي