حفيظ منصور د سولې بين الافغاني خبرو د بې پايلې کېدو وايي 

روهي (درې نۍ/۳۰ د مرغومي)، د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي يو غړي حفيظ منصور وايي چې د بين الافغاني خبرو له دويم پړاو وړاندې مهمه دا ده چې افغانستان کې د روانې جګړې د مشروعيت په اړه خبرې وشي. 

حيفظ منصور له طلوع نيوز سره په خبرو کې ويلي دي، چې له نورو خبرو وړاندې دا اړينه ده چې افغانستان کې د جګړې د مشروعيت په اړه سره وغږيږو، که چېرې دا مساله حل نه شي، نو د سولې بين الافغاني خبرې به پايله ورنه کړي. 

د افغانستان روانه جګړه حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او له بلې خواو طالبان يې د اشغال پر وړاندې جهاد يادوي. د منصور په وينا لومړی بايد دا روښانه شي چې حکومت او طالبانو ولې د يو او بل پر وړاندې جګړه کړې/کوي يې. 

د شنونکو په اند، د سولې بهير پر وړاندې ډېری داسې مسايل شتون لري چې حل او هوکړې ته رسېدل به يې وخت ونېسي او ځيني به وخت د سولې خبرې له ځنډ - خنډ سره هم مخ کړي.