ولسي جرګې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغان جګړې د ختمولو هڅه دې وکړي

روهي (دوه نۍ/۲۹ د مرغومي)، د افغانستان ولسي جرګې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره په ملګرو ملتونو غږ کړی چې دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې ملګرو ملتونو تل په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسولو او د بشري فعالیتونو په برخه کې همکاري کړې ده او اوس ددې وخت دی چې د سولې په روان او مهم بهیر کې هم همکاري وکړي. 
 
نوموړي ویلې چې په هېواد کې تر بل هر وخت جګړه خونړي حالت ته تللې او پکار ده چې  ولسي مرګ ژوبله پای ته ورسیږي او د جګړې روان مبهم حالت دې نور پای ومومي، هغه په دې اړه له ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه کړې او یادونه یې کړې چې دا سازمان دې افغانستان د ګاونډیانو له مداخلې وژغوري او د هغو خلکو مخنیوی دې وکړي چې په افغانستان کې د خپلو ګټو جګړه مخ ته وړي.