عبدالله: کابل کې د يو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانو له سفيرانو سره پر دغه پنځو مسايلو هوکړې وشوې

روهي (يوه نۍ/۲۸ د مرغومي)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله نن ورځ کابل کې د يو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانانو له سفيرانو سره ان لاين ناسته کړې. 

عبدالله عبدالله ويلي دي چې سوله اړتيا ده او افغان حکومت د سولې برخه کې سيمه ييز او نړيواله اجماع رامنځ ته کړې ده او په دې برخه کې لا هڅې او هاند کوي. 

ناسته کې د سيمې او نړۍ د ځينو هېوادونو  سفيرانو د افغان سولې بهير د ملاتړ ترڅنګ د تاوتريخوالي په کموالو او د بشپړ اوربند په کولو ټېنګار کړی. 

د مصالحې عالي شورا مشر لېکلي دي، چې له سولې بهير ملاتړ؛ د جګړې، تاوتريخوالی بس کول او پر يو بيړني اوربند هوکړه؛ دوحه کې د سولې بين الافغاني چټکتيا؛ د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې او د هدفي وژنو غندل؛ پنځه هغه مسايل وو، چې هوکړه پرې وشوه.