راحله دوستم: له ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله عبدالله او مارشال دوستم مننه چې زه يې سناتوره کړم 

روهي (يوه نۍ/۲۸ د مرغومي)، د عبدالرشيد دوستم لور راحله دوستم نن ورځ په رسمي ډول د مشرانو جرګې د غړې په توګه معرفي شوه. نوموړې مشرانو جرګه کې وينا او لوړه وکړه. 

راحله دوستم په خپلو خبرو کې ويلي دي چې ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله عبدالله او مارشال عبدالرشيد دوستم مننه چې زه يې د مشرانو جرګې د انتصابي سناتورې په توګه ټاکلې او باور يې راباندې کړی. 

نوموړې د مشرانو جرګې غړو ته د خپلو زده کړو او تېرو کاري تجربو په اړه ويلي او ژمنه يې کړې  چې د شته سناتورانو له تجربو به ګټه اخلي او چوپړ به کوي. 

راحله دوستم څو ورځې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د مشرانو جرګې د انتصابي غړې په توګه وټاکل شوه.