مور او لور (ليلا او امنه) د افغان پوځ دوه سرتيرې او د دوی کيسه


روهي (يوه نۍ/۲۸ د مرغومي)، ليلا يوه ستره عمره افغان ميرمن ده. دي نهه کاله وړاندې د افغانستان په ملي پوځ کې دنده واخېسته. نوموړې پنځه اولادونه لري او ټولې يې نجونې دي. دغه مور وايي چې د ځان په څېر به خپلې لورګانې هم وهڅوي چې د افغانستان ملي اردو په لیکو کې دنده تر سره کړي. 
 
د ليلا مشره لور امنه نوميږي. هغې اوس قانوني عمر پوره کړی او د دندې کولو حد ته رسېدلې ده. امنه شااوخوا ۱۹ کلنه ده. دي د خپلې مور په هڅونې د افغانستان د ملي پوځ ليکو ته تللې. ليلا له تېرو نهو کلونو خو لور يې امنه له تېرو څلورو میاشتو د افغان پوځ لباس پر تن کړی. 

دغه مور او لور اوس څنګ په څنګ د هېواد لوېدېځ هرات ولايت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په چوکاټ کې دندې لري. دوی وایي چې پوځي دنده ورته ستر وياړ دی‌. د امنه مور وايي چې د ښوونځي دورې له زده کړو وروسته غواړي څلور نورې لورګانې يې هم پوځ ته راشي او دلته کار وکړي.
 
افغانستان يوه عنعنوي ټولنه ده. دلته د ښځو پر وړاندې محدويتونه ډېر دي. ليلا هم وايي چې ټولنه يې پر وړاندې خنډ وه خو هوډ يې وکړ او وړاندې لاړه. د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې بلخ ولايت کې د يوې چاودنې په پايله کې د افغان پوځ دوه ښځینه سرتيرې ووژل شوې.