نن هېڅ ناسته ونه شوه؛ دوحه کې د سولې خبرې له ناڅرګند برخليک سره مخ دي 

روهي (نۍ/۲۷ د مرغومي)، يوولس ورځې کيږي چې دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو دويم پړاو پيل شوی دی، خو تر اوسه ښکېلې خواوې مطلوبې پايلې ته سره نه دي رسېدلي. نن ورځ د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ هېڅ کومه ناسته نه ده شوې. 

د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوي له تېرو څو ورځو د اجنډا او د بحث مسايلو پر چمتوکولو بوخت دي، خو تر اوسه پرې هوکړه نه ده شوې. 

له دې وړاندې يو شمېر لوېدېځو رسنيو لېکلي وو چې د جنوري مياشتې تر ۲۰مې نېټې چې د متحدو ايالتو نوی ولسمشر په رسمي ډول دنده پيل کړي، بين الافغاني خبرې  به هم ورته ځنډېدلې دي. 

اوربند، د حکومت ډول، د بهرنيو ځواکونو وتل او ورته نور مسايل هغه موضوعات دي، چې د بين الافغاني خبرو په دويم پړاو کې به د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي پرې بحثونه ولري.