طالبانو له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو هرکلی کړی 

روهي (نۍ/۲۷ د مرغومي)، د ولسمشر ټرمپ د واک په وروستيو ورځو کې د امريکا متحدو ایالتو دفاع وزارت له افغانستانه د خپلو سرتيرو د وتلو ويلي دي. د پنټاګون  دغه ګام سره به افغانستان کې يوازې ۲۵۰۰ پوځيان پاتې شي. 

طالبانو د امريکا دغه پرېکړې ته غبرګون ښوودلی او هرکلی يې کړی دی. د طالبانو وياند ډاکټر محمد نعیم پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي، چې دوی د متحدو ایالتو حکومت د دغه پرېکړې هرکلی کوي. 

نوموړي پر خپل ټوېټر حساب لېکلي دي، "له افغانستان څخه د نورو امريکايي ځواکونو وتل چې پرون يې متحده ایالاتو اعلان وکړ د دوحې د توافقنامې په اړه يو عملي ګام او ښه پرمختګ دی. بې له شکه د اسلامي امارت او امريکا ترمنځ د شوې توافقنامې عملي کیدل  د دواړو هیوادونو او ملتونو په ګټه دي."

له بلې خوا د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي چې افغانستان کې د متحدو ماموريت پای ته نه دی رسېدلی او په بېړه وتنه به يې ستونزې رامنځ ته کړي. ش