ولسمشر غني: خاشرود ولسوالۍ کې د ولسي وګړو پر مرګ - ژوبلې خواشينی شوم 

روهي (دوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نيمروز ولاتي په خاشرود ولسوالۍ کې د ولسي وګړو پر مرګ - ژوبلې خواشيني ښوودلې او د قربانيانو کورنيو ته يې تسليت وړاندې کړی. 

له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼې کې لېکل شوي دي، "د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې زموږ د هیوادوالو د شهادت او ټپي کېدو د خبر په اورېدو سخت خواشینی شوم، د شهیدانو درنو کورنیو ته د جمیل صبر، ټپیانو ته د بشپړې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوم."

ولسمشر وړاندې زياته کړې، د نیمروز ولایت مسوولینو ته په ټینګار لارښوونه کوم چې ژر تر ژره د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي او د ټپیانو اساسي درملنه وکړي. امنیتي او دفاعي ارګانونه دې د دغه هوایي برید په اړه د هراړخیزې څېړنې او موندنې د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریکې کړي.

د تېرې شنبې پر شپې افغان ځواکونو د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې هوايي بمبار وکړ چې له امله یې د يوې کورنۍ ۱۸ کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.