دبڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژه د تل زرغون (سټروسو) ۱۹۹ بڼونه جوړوي

روهي (جمعه/۱۹ د مرغومي)، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په څلورو ولایتونو کې، د تل زرغون (یاسټروسو) متراکم بڼونه جوړوي، چې ددغو بڼونو د جوړولو چارې د اسیایي پراختیایي بانک په ملاتړاو د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې له لارې پر مخ وړل کیږي.

د کرنې وزارت په وینا، چې ددغو متراکمو بڼونو جوړول، د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې (HVCDSP)یو له برنامو څخه دی، چې د ۱۴۰۰ام مالي کال په پلان کې یې په پام کې نیولی دی.

کرنې وزارت وایي، دغه بڼونه تر ډېره په هغو ولایتونو کې چې د سټروسو ونو لپاره مناسبه اوبه او هوا لري جوړيږي چې په همدې موخه ددغو بڼونو جوړولو په پار د ننګرهار، لغمان، خوست او کونړ ولایتونه ټاکل شوي دي.

د اسیایي پراختیا یي بانک (ADB) په تمویل او د کرنې وزارت له خوا د سټروسو د ۱۹۹ جریبه متراکمو بڼونو له ډلې ټاکل شوې، چې ۵۰ جریبه یې په ننګرهار، ۵۰ یې په کونړ، ۴۹جریبه یې په لغمان او ۵۰ جریبه یې په خوست کې جوړ شي.