د چين حکومت: مونږ نه يو خبر چې کوم وګړي مو افغانستان کې نېول شي او بېرته رالېږل شوي دي 

روهي (جمعه/۱۸ د مرغومي)، د چين بهرنيو چارو وزارت رسنيو ته ويلي دي چې دوی داسې مالومات نه لري چې د دوی کوم وګړي يا اتباع افغانستان کې د جاسوسۍ په تور نېول شوي او بېرته چين ته لېږل شوي دي. 

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چون يينګ رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې دوی ته تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويل شوي او پرې خبر نه دي. 

افغانستان کې د جاسوسۍ په تور د ۱۳ چينيايي وګړو د نېونې خبر هندوستان ټايمز ورځپاڼې خپور او د ملي امنيت رئيس احمد ضياء سراج هم ولسي جرګې ته د يادې موضوع پخلی کړ خو په اړه يې ډېر مالومات نه دي ورکړي. 

چون يينګ د افغانستان  او چين د دوستانه اړيکو ويلي دي او زياته کړې يې ده چې دغه دوه هېوادونه د تېر په څېر سره عادي اړيکې لري.