دويم څپرکى

 دويم څپرکى
خلکو سره دسلوک د لارو پيژندل يو ستر راز دى
 
ددې شين اسمان د نيلوفري ګنبذې لاندې کارته د خلکو د هڅولو يواځې يوه لاره شته؛ رښتيا! کله مو د دې لارې فکر کړى د ى؟ که تاسو فکر نه وي کړى؛ راځئ چې زه يې درته  په اسانۍ ووايم چې دا لار شته، دا لار داسې ده، چې مقابل لوري کې د هغه کار د سرته رسولو مينه پيدا کړو، دامه هېروئ چې له کار سره د افرادو د مينه وال کېدو پرته بله لار نشته . البته تاسې کولاى شئ د يو چا په شا د تمانچې میل په ايښودو يا ډز هغه دې ته اړ کړئ چې د خپل لاس ساعت او د جيب محتو يات تاسو ته  درکړي،  يا يو کارګر له کاره د ايستلو په ګواښ يا جريمه کولو يا رټلو د خپل امر منلو ته اړ باسئ، يا په قمچينه يو ماشوم د خپل امر منلو ته تيا رکړئ؛ خو پام کوئ  چې  دا کار بدعکس العمل لري .
 
د خوښې وړ کار ته د چا د اړ ايستلو يوازينۍ لار داده چې څه تاسو غواړئ  بايد درکړل شي. تاسو څه غواړئ؟ زيګموند فرويد مشهور اتريشي ارواه پوه چې تر اوسه  لا په اروا پوهنه کې يوه پېښه شمېرل کېږي؛ پر هغې مفکورې  چې څرګندوي يې؛ په پوره ايمان سره  داسې وايي : هغه کارونه چې موږ او تاسو سرته رسوو،  دوه محرکه لري : لومړی، جنسي غوښتنه؛ او دوهم  دستر توب  هيله .
 
پروفيسور جان ډيوي د امريکا د واقع بينو او ژورلېدو فيلسوفانو څخه دى؛ هغه دا مفهوم په بل ډول بيانوي؛ جان ديوى وايي : (د انسان په جوړښت کې تر ټوله ستره انګېزه د مهم والي غوښتنه ده) .
 
ددې دوو د نظر خاوندانو دا خبره مه هېروئ: د مهم والې غوښتنه . په بله وينا  موږ ټول غواړو چې نور مو مهم وګڼي او د سرونو په منځ کې يو سر وشمارل شو، دغه ټکی  چې ددوه فيلسوفانو له خولې وليکل شو؛ زما په نظر د مهم والي له نظره مهم دى اوتاسو به ددې کتاب ځاى پرځاى  په دې باب معلومات ولولئ .
 
ستاسوغوښتنه څه ده؟  باور لرم چې تاسو ډېر څه نه غواړئ خو همدا لږه غوښتنه په ټينګار غواړئ او دا مو خوښه نه ده چې غوښتنه مو رد شي . په يوه ساده بر رسۍ کې دا څرګنده شوه چې يو بالغ انسان زیاتره هغه څه غواړي چې لاندې راوړل  شوي دي :
1.   روغتيا، تندرستي او د وجود  ساتنه ؛
2.   غذا؛
3.   خوب؛
4.   پيسې او هغه څه چې  په پيسو اخيستل کېږي؛
5.   تر مرګ وروسته  ژوند (تر مرګ وروسته د ژوند دوام په دې مفهوم چې په مرګ  ټول شيان  پاى نه مومي)؛
6.   جنسي  ميل  غلي کېدل ؛
7.   د اولاد روغتيا او د هغوى  له نېکمرغۍ  ډاډ؛
8.       مهم ګڼل کېدل  (د مهم والى  احساس کول)؛
 
د انسانانو ټولې غوښتنې اوهيلې چې پورته وليکل شوې، ديوې پرته ټولو د لاسته راوړلو وړ دي، خو يواځې د لاس ته راوړو لارې په اشخاصو کې توپير کوي . خودا يوه خبره پاتې کېږي چې فرويډ ورته د لوېوالې غوښتنه او جان ديوي ورته د مهم والي احساس وايي، ښايي دا تر خوړولو، خوب او  جنسي هيلو  تر پوره کېدنې هم په انسان کې ډېره  ژوره غوښتنه وي .
 
ابراهام لنکلن خپل يو ليک په دى جمله پيل کوي : (هرڅوک غواړي چې  د ستاېنې وړ وګرځي) ويليام جيمز په دې عقيده دى: (د انسان په بدن کې تر ټولو ژوره انګيزه د ستاينې اوقدر وړ ګرځېدو مينه ده).
 
پام ولرئ چې ويليام جمز د غوښتنې، هيلې، انتظار او يا تمې د قدر کولو خبره نه کوي، هغه وايي: (دستاينې او قدر وړ ګرځيدنې ژوره مينه). دلته د ژورې مينې مقصد انساني او ازار ورکوونکې غوښتنې دي. او همدا استثنا د ډيرو لږو خلکو له خوا د پتمنې لارې ارضاکيږي . هغه څوک چې دا ليونۍ مينه د ابرومنې او پتمنې لارې راضي کوي؛ داسې شخص ترې جوړيږي چې نور ځان ته راکاږي او حتى د مړينې پرمهال حتى قبر ايستونکي هم پسې ژاړي؛ او وایي چې يو مهم، معتبر او پتمن شخص له لاسه تللى دى .
 
د مهم والې غوښتنه او احساس د شعور لرونکي حيوان په توګه د انسان او نورو حيواناتو تر منځ يو لوى او مهم او بنسټيز فرق دي . البته د لوړتيا غوښتنې احساس په حيواناتو کې هم شته چې زموږ له بحث نه بهر خبره ده . د مهم والي د احساس په اړه د يوه مثال يادول بدنه دي : د کوچنيوالي په مهال چې په ميسوري کې مې په يوه کرونده کې کار کاوه؛ پلارمې غوايان، وزې او نور ښکرور حيوانات ساتل؛ په دې منځ کې يو ډول ښکرور ايږ (خرس ) د خاص پام وړ و. موږ خوګان او غوايان د ختيځې امريکا کليوالي سيمو ته د مسابقې لپاره بيول او زياتره موګډون کوونکو حيواناتو لومړۍ جايزه ګټله . کله چې به دوستان او اشنايان زموږ کور ته راتلل پلار به مې ماته ويل چې هغه شيان راوړه او رانه غوښتل به یې چې يوه خوا ورسره  ونيسم، خپله به يې  بله خوا نيوله او په ميلمنو يې وياړ خرڅاوه؛ چې دا او هغه جايزه  يې ګټلې ده؛ هغوى به هم د جايزې په آبي رنګ ميینیدل او حیرانیدل به چې موږ دغسې جایزه وړې وه. حيوانات د دغسې جايزو په قدر هيڅ نه پوهېدل؛ خوپلار مې د دوى د زحمت حاصل ته سخت اهميت  ورکاوه، ځکه دې جايزو  په ده کې د مهموالي احساس راپاروه . په دې کې هېڅ شک نه لرم چې که د مهموالي سوزونکى  مينه له هماغه پيله د انسانانو او زموږ د نيکونو په منځ کې نه واى؛ دا حيرانوونکی او لوی تمدن بشر ته نه شو ر اتلى، په بله و ينا د مهموالي له احساس پرته به موږ هم د حيواناتو په شان بې بدلونه ژوند کولاى .
 
همدا د مهموالي احساس ددې سبب شو چې ديو بې سواده بقال فقير شاګرد د حقوقو څه زاړه کتابونه په ٥٠ سنته واخستل، ويې لوستل او په پاى کې د مهموالي داحساس په راضي کولو بريالي شو. دده نوم مو بيا بيا زما په کتابونو کې لوستى دى، نه ، نه تېروزئ ، هغه؛ هماغه  ابراهام لنکلن دى .
 
د مهموالي سوزونکې مينه ده، چې مشهور انګريز ليکوال يې د بېسارو او همېشنيو رومانونو ليکلو ته اړ ايست، د مهم  والي سوزونکى احساس دى، چې بتهوفن يې د هغو بې ساريو سمفوني ګانو او د موسيقۍ د شاهکارونو رامنځته کولو ته اړ ايست.
د مهموالي سوزونکى احساس دى؛ چې راکفلر يې د ميليارډونو ډالرو ساتنې اوجمع کوونې ته اړ ايست؛ که غوښتي يې واى ټول يې هيڅکله نه شو مصرفولاى .
 
د مهم والي سوزونکى احساس دى؛ چې ستاسو ګاونډى يو لوى څو زره متره تهداب لرونکى کور؛ له اړتيا پرته د افسانوي ماڼۍ په شان جوړوي. د مهموالي سوزونکى احساس دى؛ چې تاسو اړباسي ښه لباس واغوندئ، وروستنى ماډل موټر واخلئ او د خپلو ماشومانو هوښيارې کېسې نورو ته وکړئ .
 
بيا هم دا د مهموالي سو زونکى احساس دى؛ چې ځېنې ځوانان اوهلکان مجبوروي؛ دغلطې لارې ګانګستر، انسان وژونکى او مهشور جنايتکار شي. اى ، ب ، لرون د ښاروالۍ پخوانى رئيس وايي: (د نن ورځې تباه کوونکى ځوان د ځان پالنې او ځان غوښتنې نه ډک وجود لري . ډېر ليدل شوي دي، چې کله دغسې ځوانان نيول شوي دي؛ له خپلو کورنيو غواړي چې ددوى د خيانت اوبدو کړنو منعکسوونکې ورځپاڼې او مجلې ورته راوړي؛ دوى غواړي؛ هغه پاڼې ولولې چې دوى پکې د اتل په شکل راغلي دي، او چې ګورې په داسې ورځپاڼو کې چې د انشتاين، ليدبرګ، روزولت او توسکاني ني عکسونه او د کارونو شرحې چاپ شوې دي، د دوى عکس هم چاپ شوى دى، د برقي چوکۍ د مړينې دردناک ناتار هيروي).
 
که ماته ووايئ چې څه شى په تاسو کې د مهموالي احساس راپاروي؛ نو زه به ډېر زر پوه شم چې تاسو څوک ياست او څه شى ياست؛ دا ستاسو د شخصيت څرګندونکى دى، ځکه چې دا احساس ستاسو د وجود تر ټولو غوره برخه ده.  دبېلګې په ډول راکفلر په دې ځان ارضا کړ؛ چې یو روغتون جوړ کړي؛ دا روغتون د ډېرو غريبو خلکو لپاره جوړ شوى دى چې راکفلر په خپل عمر کې هډو ليدلي نه دي . ډیلینګر د خپل مهموالي احساس غلا او سړي وژنې ته په اقدام کولو او د بانکونو په لوټولو او تالان راضي کاوه، کله چې پوليسو ډبانګر څاره؛  د مينیسوټا په يوه  کرونده کې پټ شوى و او چې پوليس ور ورسېدل  راپورته شو او ويې ويل : زه هغه ډیلینګر يم چې پسې ګرځئ .
 
د راکفلر او ډبانګر تر منځ فرق د دوى  د مهموالي د احساس تر منځ فرق دى، او د دغه احساس د راضي کولو د لارو چارو په باب پکې فرق دى، دوى دواړو د مهموالي له احساس نه بيل تعبير درلود. تاريخ د مهموالي د احساس د راضي کولو د خوږو او ځلانده شواهدو نه ډک دى؛ چې لويو اشخاصو تر سره  کړي؛ اوپه دې لار کې يې هڅې کړي دي .
 
جورج واشنګټن پدې خوښيده؛ چې هغه ته (حضرت د امريکاجمهور رئـيس) ووايي او د امريکا کاشف کرستف کلمب ټينګار کاوه چې امير البحر او د هند نائـب السلطنه ورته وويل شي . لويې کاترينې به د هغو ليکونو پاکټ هېڅ بيرته کاوه نه؛ چې پر مخ به يې (علياحضرت امپراتريس) نه وليکل شوې . ميرمن لنکلن په سپينه ماڼۍ کې د يو پړانګ په شان په ميرمن  ګران ورټوپ کړ او په چغو يې  وويل (په کوم جرات زما په مخکې له اجازې پرته کېناستې؟)
 
د امريکا پانکوال په دې شرط حاضر شول چې د بيرد لپاره قطب ته د خطرناک او پرمصرفه سفر خر څ ورکړي؛ چې هغه قول وکړي څو د سهيلي  قطب کنګليز غرونه د دوى په نوم ونومول شي .
 
د فرانسې نابغه  ليکوال  او د بينوايان، نو دوسه، شاټیټي نتردام او نورو آثارو ليکوال غوښتل چې د پاريس ښار له سره نوى؛ او دده په نوم د ( وکتور  هو ګو ښار) ونومول شي .
 
شکسپير چې دده د نوم په ستروالي کې يې د اثارو  دسترتيا د رول په باب خبرو اړتيا نشته؛ او اثار يې له ياده تلونکي نه دي؛ هڅه يې کوله چې د کورنيو نښانونو په جوړولو خپلې کورنۍ اصيلولۍ ته رنګ او ځلا ورکړي .
 
داسې خلک  کم نه دي، چې ځان  ناروغه کوي، چې د خلکو پام ورواړوي او د مهموالي احساس پرې ټکور کړي . مېرمن مکنلي يوه دغسې بېلګه ده، دې مېرمنې دځان د مهم ګڼلو لپاره ډېر کارونه کول؛ دې دخپل مهموالي حس په دې ټکوراوه چې له خپل مېړه جمهور رئيس مکنلى نه يې غوښتل؛ مهم  دولتي کارونه پرېږ دي او ساعتونه د هغې د کټ په بازو ورسره کينې؛ چې هغه په خوا ږه خوب ويده شي. (په دغو شېبو کې به يې دا له ځان سره ضرور ويلې وي: (هو دا زه يم چې لوى ځواک مې پر بستره انتظار وباسي، نو زه په خپله ډېره مهمه يم). کله چې به د غاښونو  ډاکټر ددې مېرمن د غاښونو درمنله کوله، دې به خپل مېړه مجبوراوه چې څنګ ته يې کينې چې تسکين شي او د زړه قوت پيدا کړي، يو ځل يې مېړه له چا سره د کتنې وعده لرله او  دايې يواځې پرېښې وه؛ خو دې بیا داسې غوغا  جوړه؛ کړه چې د تما شو وه .
 
مېرمن را برتس راينهارت  راته ديوې ځوانې، هوښيارې اوپياوړې ښځې په باب خبره کوله او له د ځان دمهم ګڼلو يو ښه ټکی يې راوښوده؛ هغې ويل : مېرمن ... ځوانه، هوښياره، روغه او تندرسته ښځه وه، ډېره موده مې پېژنده نا څاپه داسې رنځوره شوه چې موږ ټول يې اريان کړو؛ دا ميرمن چې کله د ځوانۍ او ښکلا ډېرو کلونو تېرېدو او د مېړه د نشتوالي د ترخه حقيقت په پوهېدو د ځان مهم ګڼلو داحساس په رڼاکې ځېر شوه؛ ځان يې د نورو د نظر جلبولو لپاره ناروغه کړ؛ هغې دځوانۍ او يواځې والي دورې د تېرېدو درد ناک حقيقت درک کړى و او مجبوره وه؛ ويې مني. ددې دا ځان رنځور ښودل دومره سخت و چې بوډۍ او ناروغه مور يې اړه شوه؛ دوه کاله ددې پالنه وکړي؛ خو دا مېرمن نه يوازې هيله مندۍ ته راونه ګرځېده؛  بلکې خپله مور يې هم  نهيلې کړه ، زړې مېرمنې تر دوه کالو پرستارۍ  وروسته ځان لوى خداى ته وسپاره، ځوانې مېرمنې د مور تر مړينې څو ورځې وروسته  په ژړا او زارۍ پيل وکړ او ځان ناروغ ګڼلو ته يې دوام ورکړ؛ خو چې ويې ليده تر دې بله چاره نه نشته او اړه ده چې حقيقت ومني؛ له بسترې پاڅېده او داسې چې فکر کېده هيڅ ناروغي يې نه ده تېره کړې؛ مناسبې جامې يې واغوستې؛ عادي او له تظاهره خالي ژوند يې پيل کړ.
 
ځينې ارواپوهان داسې عقيده لري چې ځينې خلک د مهم ګڼلو د احساس لپاره خيالي نړۍ ته پناه وړي؛ او حتى کار يې دومره خرابېږي؛ چې په پاى کې ليونتوب ته ورسېږي. دوى غواړي هغو حقيقتونو ته چې د واقعيت په زېږه عالم کې ورته نه دي رسيدلي؛ د خيال په نړۍ کې ورورسيږي،  په امريکا کې د هغو ناروغانو شمېر چې له رواني ناروغيو کړېږي؛ ډیر زیات دی . که ستاسې عمر تر ١٥ کلنۍ لوړوي او دا ټول کلونه مو په نيو يارک کې تېر کړي وي، د عملي سر شمېرنو له مخې په سلو کې پنځه دا احتمال شته چې د خپل عمر اوه کاله ددې ايالت په دار المجانينو کې تېر کړئ .
 
د ليونتوب سبب څه دى؟ هيڅوک نه شي کولاى دې پوښتنې ته د ډاکټرى له ګرانو اصطلاحاتو او توضيحاتو پرته ځواب ورکړي . خو هغه څه چې موږ پرې په معمول او رواجي حساب پوهېږو دادى چې؛ د دماغي حجرو تباه کوونکي عوامل د ليونتوب سبب کېږي؛ چې په هغو کې ځينې ناروغۍ لکه نا علاجه سفليس شامل دى . په حقيقت کې نيمې رواني ناروغۍ له هغو صدمو څخه زېږېدلي دي، چې د ميکروبونو د ورننوتو، ذهري موادو اومغز د ټپونو نه پيداکېږي؛ نورې نيمايي يې چې د داستان غجمنه برخه جوړوي؛ هغه څوک دى چې د دماغ د حجرو د هيڅ ډول زیان پرته ليوني شوي دي .په هغو آزموينو کې چې د دغه شان ليونيانو پرمغز د دوى تر مړينې وروسته شوي دي، څرګنده شوې ده چې؛ د دوى د مغز حجرې زموږ او ستاسو د مغزو په اندازه روغې وې، دا تجربې په ډېرو مدرنو ميکروسکوپونو هم شوي دي، خو نتيجه يې يوه وه .
 
دا پوښتنه مې څه موده مخکې د امريکا د يوه مشهور ليونتون له مشر نه وکړه،  دې  ډاکټرې غوښتل د بې دليله جنون علت د ټولو د پوهې سره په سم ډول بيان کړي اوپه دې برخه کې له خپلو لوړو نشانونو او تجربو خبرې وکړي. ماته يې روښانه وويل چې هغه نه پوهېږي؛ ولې خلک ليوني کیږي،  هيڅوک د جنون سبب په غوڅ ډول نه شي ويلاى خو دې دا خبره ومنله، هر  څوک چې ليونى کېږي، د ليونتوب په نړۍ کې د مهم والي هغه احساس ته رسېږي، چې د رښتياو په نړۍ کې نه و ورسېدلاى؛ يوه کيسه  يې راته داسې وکړه، زه اوس د يوه ناروغ درملنه کوم چې کوژده يې په تراژیدۍ پاى ته رسېدلې ده. هغې، مينه، د جنسي شهوت ارضا، او ټولنيز پر ستيژ غوښت؛ خو ژوند يې ټولې هيلې برباد کړې، مېړه ته يې ګرانه نه وه اولا حاضر نه و چې ډوډۍ ورسره وخوري او دې ته يې اړ ايستله چې غذا د پاسني پوړ يوې کوټې ته وروړي، بچي يې نه وو. په ټولنه کې يې خپل  مېړه طلاق کړ او د خپل پيغلتوب نوم يې بيا پر ځان کېښود. اوس په خيال کې انځوروي چې د يو انګريز نجيب سړي سره يې واده کړى او ټينګار کوي، چې (ليډى سميټ) ورته وويل شي، خو د اولاد په باب هغه فکر کوي چې هره شپه نوى ماشوم زيږوي او چې کله ورشم؛ وايي ( ډاکټرې! نن شپه مې يو ماشوم پیدا شوى دى). ژوند يو ځل د هغې د روياګانو کشتۍ د حقيقت له تړو سره جنګولې او ماته کړې ده؛ خو دا ځل د جنون په خيال زيږونکو لمرينو جزيرو کې دهغې طلايې کشتۍ ګوتې په داسې حال کې روانې دي؛ چې د موسيقي غږ ورپسې ترنم کوي؛ او روغې بندر ته رسېږي .
 
آيا دا خبره دردناکه اوتراژيکه ده ؟ (که ما کولاى شواى؛ لاسونه اوږده کړم اوعقل بيرته ورته راونيسم؛ دا کار مې نه کاوه. ځکه په همدې حالت کې چې اوس هغه ده، له نيکمرغۍ برخمنه ده، په ټوليز ډول ليوني تر ما او تا نيکمرغه دي، ډېر خلک له ليونتوب نه خوند اخلي، ولې به يې نه اخلي؛ دوى خپلې ستونزې حل کړې دي، دوى حاضر دي تاسو ته يو ميليون ډالري چک وليکي او يادرته يو لارښوونکى ليک وليکي، دوى په خپل خيالي  جهان کې  چې خپله يې جوړ کړى، د مهموالي احساس (چې ډېر ورته تږي وو)؛  راضي کړي دي .
 
که ځينې خلک دمهم والي احساس ته دومره تږي وي، چې ليونتوب پرې مني، نو ومنئ، چې زموږ اوستاسو له لاسه به څه معجزې وشي، چې د جنون دې خوا، د هغو افرادو تشویق او ستاينه وکړو چې رښتيا د ستاينې  او قدر وړ دي . تر هغه چې زه خبر يم؛ دوه کسه په تاريخ کې داسې وو چې کلني حقوق يې يو ميليون ډالر وو او دا والتر کرايسلر او چارلز شواب دي. ولې اندريو کارنګي شواب ته په کال يو ميليون او په ورځ کې له ٣٠٠٠ زيات ډالر ورکول؟ هو ولې؟  آيا په دې خاطر وو چې شواب نابغه و؟ نه ! آيا  ددې لپاره چې  دپولادو صنعت په باب له نورو  ډېر پوهېده؟ نه!
 
په خپله چارلز شواب ماته ويلي دي چې د هغو اشخاصو معلومات چې دده تر لاس لاندې کار کوي د فولادو په صنعت کې تر ده ډېر زيات دي . شواب وايي : ده ته د دغسې لويو حقوقو ورکولو سبب د خلکو سره د سلوک استعداد او وړتيا ده، له ده مې وپوښتل چې له خلکو سره د سلوک په باب کومه لار چلوې؟  هغه راته د خپل بري راز په لاندې کليمو کې ووايه چې بايد حتماً په همېشنيو برنزي لوحو په هر ښوونځي او مدرسه او هر دوکان او هره اداره کې ځوړند شي؛ چې ماشومان د لاتيني ژبې د قواعدو د زده کړې او د اورښت د اندازې پر زده کړې د وخت د ضايع کېدو پرځاى هغه  زده کړي .
 
که ددې کليمو د ښوونې سره سمه کړنه وکړو؛ په ژوند کې به لوى بدلون راشي، شواب وايي ( زه په دې عقيده يم چې، تر ټولو لويه پانګه  چې زه لرم؛ داده چې دقدردانۍ او تشويق په وسيله د خلکو په منځ کې شوق او د کار مينه پيدا کولاى شم  او د دوى بهترين استعدادونه روزم .
 
د مشرانو د انتقاد او خرده ګيرۍ هومره هيڅ شى د اشخاصو استعداد او همت نه وژني، زه له هيچا انتقاد نه کوم او عقيده لرم، چې افراد کار او فعاليت ته وهڅول شي، ځکه د افرادو د تشويق پلوي اوله خرده ګيرۍ نه بيزار يم، که د چا کار مې خوښ شو صميمانه يې ستايم اوپه ستاينه کې يې مبالغه کوم. دا هغه څه دي چې شواب يې سرته رسوي؛ خويو عادي فرد  څه کوي؟ منم د دې پرعکس کار کوي . که کوم کار يې په خوښه سرته ونه رسېد، خطا کار  رسوا کوي اوکه کار ښه وشو؛ غلى پاتې کېږي .
 
شواب وايي: په هغو برخوردونو کې چې په ژوند کې مې کړي دي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د بېلو اشخاصو او د بې شمېره شخصيتونو سره مې خبرې کړي دي، داسې څوک مې نه دي ليدلي؛ (که څه  هم د خپل مقام او چوکۍ لپاره ډېر وړ هم وي)؛ چې تشويق او ستاينه پرې اغېزه ونکړي؛ او د تشويق په نتيجه کې خپل کار ښه سرته ونه رسوي . د دغه په برعکس حالت او وضعه کې خلک ډېر خراب کار کوي چې د خرده ګيرى  په نشتوالي کې يې کاوه . هغه په څرګنده  اعتراف کاوه ؛ د اندريوکارنګي د بري يو لوى سبب همدا دى، کارنګي د خپلو همکارانو ستاينه هم په مجلس کې او هم وروسته (په غياب کې) کوله؛ کارنګي غوښتل چې حتى تر مړينې وروسته هم دده د همکارانو ستاينه وشي،ځکه يې امر کړى و چې تر مړينې وروسته يې د قبر پر شناخته داسې وليکل شي: (په دې ځاى کې داسې سړى پروت دى چې پوهېده؛ داسې اشخاص پر ځان راټول کړي؛ چې تر ده هوښيار وو).
 
صميمانه قدرداني کول د راکفلر  د بري يو مهم راز و، په همدغه شان  کله چې د هغه يو شريک يانې اډوارډ فورډ د هغې بدې معاملې له امله چې جنوبي امريکا کې يې وکړه او شرکت يې يو ميليون ډالره تاوان وکړ؛ راکفلر کولاى شول هغه ورټي؛ خو هغه پوهېده چې فورد کيدونې هڅه کړې ده؛ نو پېښه يې پاى ته رسيدلې وګڼله او فورد يې لا وستايه او دا چې په سلو کې ٦٠ يې خپله پانګه ساتلې وه هغه ته يې مبارکي وويله . راکفلر وويل ( دا يو ښه  کار و، موږ چې په لوړو طبقو کې يوو؛ د يو داسې کار د کولو جوګه نه يو)
زيګفيلد چې د (برادوى) تر ټولو تماشه اى صحنه جوړونکى و، خپل شهرت يې د هغه فوق العاده استعداد نه لاسته راوړى و چې د امريکايي ښځې په ځلولو کې يې درلود؛ ده زياتره هغه بې ډوله ښځې چې چا ورته کتل هم نه؛ له کوڅې نه صحنې ته راوستلې او په ښکلو او یرانونکو ښځو يې بدلولې؛ ځکه د ستايلو اوپرځان د باور په اهميت پوه شوى و؛ زېګفلد يواځې د نازونې او ستايې له لارې؛ ښځې اړ ايستلې چې ځانونه ښکلې وګڼي؛ هغه دعمل سړى و؛ د سندرغاړو نجونو حقوق يې په اونۍ کې له ٣٠ ډالرو نه ١٧٠ ډالرو ته لوړ کړل؛ هغه شواليه هم و؛ د (فولي) د پرانستلو په ورځ يې د تلګراف له  لارې ټولو ته خبر وکړ؛ او په ګلانو کې يې ډوبې کړې .
 
ما يوځل هوس وکړ روژه ونيسم او شپږ شپې او ورځې مې څه ونه خوړل، ګران کار نه و، د شپږمې ورځې په پاى کې د دوهمې ورځې تر پاى کم وږى وم ، تاسو هم  پوهېږئ او زه هم؛ چې کله څوک د خپلې کورنۍ غړو ته شپږ ورځې غذا ورنکړي، خيانتکار ګڼل کېږي، خو همدا خلک  خپلې کورنۍ ته د معنوي غذا په ورکړه کې ٦ ورځې څه چې؛  شپږ هفتې؛ او حتى ٦٠  کاله بې پروايي کوي .
 
کله چې الفرد لونټد ویانا په ریونین کې مهم رول لوباوه، ویې ويل (د خپل عزت  النفس لپاره د غذا په اندازه؛ هيڅ شى ته اړ نه يم)
 
موږ خپلو زامنو، دوستانو او لاس لاندې خلکو ته مادي غذا ورکوو؛ خو څومره کم پيښېږي؛ چې د هغوى د نفس عزت او د طبع درنښت هم تغذيه کړو ، موږ دوى ته پياز او کچالو ورکوو چې انرژي پيدا کړي خو؛ د هڅوونکو خبرو په کولو کې چې د دوى په ذهن کې تر عمره پاتې کېږي او د سهار د ستوري د موسيقۍ په شان انګازې  کوي، کمى کوو.
 
ځينې لوستونکي چې پورتنۍ جملې لولي، وايي به چې ستا خبرې هماغه پخوانۍ د برس او پالش  او چاپلوسۍ خبرې دي؛ دا لارې په درد نه خوري، په ځانګړي ډول د هوښيارو خلکو په باب. البته چاپلوسي د هغه چا په وړاندې چې د تميز د ځواک لرونکي دي، ډېره کمه اغېزمنه کېږي، ځکه چاپلوسي په منځ کې تشه او ځان غوښتونکې وي، صميميت پکې نه وي؛ نو چاپلوسي بايد بې اغېزې وي او زياتره بې اغېزې وي هم؛ دا سمه ده چې ځينې افراد د داسې وږو په شان ستاينې ته اړ وي چې له ډېرې ولږې؛ د وښو او چينجيو خوړلو ته هم حاضرېږي، هره خبره چې ورته کېږي، په پوره خوښۍ يې تيروي.
 
دبېلګې په ډول مديواني ورونو چې څو ځل واده کړى و، دکورني ژوند په بازار کې ولې دومره بريالي وو؟ ولې دا ورونه چې (پرنس ـ شهزاده) ورته ويل کېدل؛ بريالي شول چې د سينما د نړۍ له دوه تنو ډېرو زياتو ښکليو ستورو سره ودونه وکړي، اويوه لومړۍ درجه ښځه چې ډېره پانګه يې درلوده اوپه ټوله نړۍ کې مشهوره وه؛ ولې يې ور سره واده وکړ؟ هو، ولې؟ دوې څنګه وتوانېدل چې دا کار  وکړي؟  راجرز سنټ جان په لیبرټي مجله کې په يوه مقاله کې ليکي : (هغه جذبه چې مديواني وورنو پر ښځو پرې ايسته، ډېرو خلکو ته د اسرارو څخه وه)؛ پولانکري چې يوه هوښياره ښځه او نړۍ يې ليدلې وه او د نارينه و په پيژندنه کې ډېره پوهه او مشهوره هنرمنده وه؛ ماته يې د مديواني ورونو ددې زړه وړنې سبب  تشريح کړ؛ او ويې ويل: (دوى داسې د ستاينې کولو په کارکې استادان دي چې ما په ژوند کې نه دي ليدلي او په دې وجه پدې واقعبينانه نړۍ کې د چاپلوسۍ هنر يو هېر شوى هنر دى، زه کولاى شم تاسو ته په يقين سره دا ووايم چې د دوى د بري راز همدا دى). حتى ملکه  وکتوريا د تملق سره حساسه وه. ډيسرايلي اعتراف کړى دى چې د ملکې سره يې د برخورد پر مهال د تملق له معجونه تر ډېره حده کار اخستى دى، دا د همده خبرې دي: (هغه مې په ښکلې طريقه نازوله)، په عين حال کې ډيسرائيلي يو له هغو تر ټولو ماهر و او تر ټولو باخبرو اشخاصو و؛ چې په خپل کار کې بريالي و، هغه کړنلاره چې د ده په باب اغېزمنه واقع کېده؛ نو چاپلوس به په پاى کې زيان ليده، تملق جعل اوتقلب دى او د جعلي پېسو په شان چې د ګټې هڅه ترې وکړې، اخر دې په چا نيسي او بندي کوي دې .
 
د ستاينې اوښې وينا او تملق او چاپلوسۍ څه توپير دى؟  د دې دواړو بېلول ډېر آسان دي، په ستاينه کې صميميت  نغښتى دى، او په تملق کې نه، يو د زړه نه راڅاڅي اوبل له ژبې نه، يو ځان غو ښتونکى نه دى، بل پر ځان غوښتنه ولاړ دى، صميمانه ستاينه او خوږه وينا د هر چا د صفت وړ ده؛ خو تملق  هر ځاى د کرکې وړ او محکوم دى. په دې وروستيو کې مې د مکسيکو په ښار کې د يو جنرال مجسمه وليده چې لاندې ترې دده دا له حکمته ډکې خبرې ليکل شوې وې: (له هغو دښمنانو مه وېرېږه چې پر تا بريد کوي؛ له هغو دوستانو ووېرېږه چې چاپلوسي درته کوي).
 
نه، نه، نه! زه تاسو ته وړانديز نه کوم چې چاپلوسي وکړئ. غواړم د ژوند نوې لار دروښايم؛  راځئ بيا يې درته تکرار کړم؛ غواړم د ژوند نوې لار در و ښايم .
پينځم جورج امرکړى و چې شپږ لنډې  کليمې يې په بوکينګهم کې د کار په دفترکې ليک کړي؛ ددې لنډو کليمو يوه دا ده: (دا را زده کړه چې نه دچا بيځايه ستاينه اوصفت وکړم؛ او نه بې ارزښته ستاينه واورم). چاپلوسي داده (بې ارزښته ستاينه). يو ځل مې د تملق تعريف لوستى و چې دلته د راوړلو وړ دى: (تملق د هغو شيانو بيان دى چې مقابل لوری فکر نه کوي؛ چې په ده کې  دغه شته).
 
امرسن وايي: (هره ژبه چې غواړئ وکاروئ، تاسو نه شئ کولاى ځان تر هغه څه بل شان وښايئ؛ چې څه ډول ياست). که په ژوند کې د چاپلوسۍ پرته بل کار نه  واى، ټولو به هم دا کاوه او په انساني اړيکيو کې به ماهر کېداى. معمولاً کله چې په يوه ټاکلې مسئله کې بوخت نه يوو، نور فکرو نه مو ټول په سلو کې ٩٥ د ځان په باب دي . اوس که لږ ه شيبه د ځان په باب له فکر کولو لېرې شوو او لږ د نورو د مثبتو او ښو خواوو په باب فکر وکړو، دې ته به اړتيا نه وي چې داسې بې ارزښته تملق او دروغو ته اړ شوو؛ چې لا د خولې مو وتلي نه وي او سم د لاسه معلوم شوی وي .
 
امر سون وايي : (هر څوک چې راسره مخامخېږي، په يو لحاط رانه برتري لري، زه هڅه کوم له هماغه څه نه يې چې تر ما برتري  لري؛ يو څه  زده کړم) که دا وينا د امرسون لپاره رښتيا وه؛ آيا زما او ستا لپاره زرګونه ځل  ضروري نه ده؟ پرېږدئ چې د خپلو کميو فکر وکړو، پرېږدئ تملق هېر کړو او صادقانه ستاينه او خوږه وېنا زده کړو، که په خوښه او رضا نور په سخاوتمندانه ډول وستايو، خلک هم زموږ خبرو ته  ارزښت ورکوي؛ هغه به د يوې خزانې په شان په خپله حافظه کې وساتي؛ ټول عمر به يې تکرار کړي او حتى تر ډېرو کلونو چې ستاسې به هېرې وي، خو هغوی به يې ياد وي .