درېيم څپرکى

هغه چې دا کار کولاى شي؛
ټوله نړۍ  به دځان ملګرې کړي.
هغه چې دا کار نشي کولاى؛
ديواځېتوب دکوڅې لاروى به وي.
 
د اوړي فصل چې رارسېږي په ډېر شوق د مايني غاړو ته د ماهي نيولو لپاره ځم؛ دا راته يو عادت جوړ شوى دى؛ ځکه زه له دې سفر نه ډېره روحي ارامتيا ځان سره راوړم؛ دلته دسفر د ښېګڼو قصدنه لرم؛ بلکې د يوې مسئلې د طرح کولو قصد لرم چې ددې لپاره ترې  نتيجه  واخلم .
 
زه په خپله له کوچنيوالي نه له توتانو سره ډېره مينه لرم؛ خو حيران يم چې ماهيان ولې چنجيانو ته پر دې خوږو شيانو ترجيح ورکوي؟ کله چې ماهي نيونې ته ځم په بل فکر کې نه يم چې څه ته اړ يم؛ په لومړۍ مرحله کې فکر کوم ماهيان څه ته اړ دي؛ زه پوهېږم ماهيان څه غواړي؛ زه هيڅکله په خپل چنګ کې توتان نه ځوړندوم، بلکې چينجى يا ملخ پکې ځوړندوم او د سيند ماهيانو ته وايم : ( وفرمايئ دستر خوان تيار دى، دا غذا نوش جان کړئ). د انسانانو د ښکار لپاره هم ولې د دغې لارې نه چې روغ عقل ورسره هېڅ ضد نه لري؛  کار وانه خلو؟
 
لوی جورج چې دا طريقه يې زده وه، کله چې ترې وپوښتل شول داڅنګه وشول چې له نړيوالې جګړې وروسته  نور رهبران لکه ويلسون، رولاندې او کلمنسون له کاره لېرې شول او تاسو هماغسې ثابت پر خپل ځاى پاتې شوى؟ ده ځواب ورکړ: که په دې پست کې زما د پاتې کېدو په علت ځان پوهول غواړئ؛ احتمالاً به دې نتيجې ته ورسېږئ چې ما دا زده کړې ده؛ چې د ښکارپه چنګ کې څنګه د ښکار وړ شي او د خوښې وړ مړۍ کېږدم چې د هغه له طبعې سره سمه وي؛ په بله وينا په تجربه مې موندلې ده؛ د چنګ په څوکه کې څه شى کېږدم؛ چې غافل ښکارېدونکى يې خوښ کړي .
 
ولې موږ بايد تل له هغه څخه خبرې وکړو چې ورته اړ يو، آیا داسې نه ده؛ چې دا عمل يو ځان خوښى اوبې ګټې عمل دى؟ البته تاسو له هغه څه سره چې اړتيا ورته  لرئ،  مينه ښايئ او دا مينه هم همېشنۍ او بدلون نه منونکې ده. منظور مې ستاسې د غوښتنو ځان خوښي ده، نو رهم د هغو شيانو سره مينه لري چې ورته اړ دي. په دغسې نظر په نورو کې د نفوذ يوازنۍ لار داده؛ د هغه څه په باب بايد وغږېږو چې بل لورى ورته اړتیا لري .
 
نو د مهربانۍ له مخې سر له سبا له هغه چانه چې غواړئ ستاسو لپاره يو کار وکړي؛ د هغوى د خوښې وړ مسايلو په باب  وغږېږئ . مثلاً که نه غواړئ چې زوى مو سګرت وڅکوي (داستاسې د خوښۍ وړ موضوع ده)؛ ورته د وعظ و نصيحت اوخطابې مجلس مه دايروه او د هغې موضوع په باب چې ويل يې غواړئ راساً اوښکاره څه مه وايه؛ بلکې په داسې شان يې ورته ووايه چې سګرت څکول هغه؛ دهغه د خوښې وړ مسايلو نه وروسته پاتې کوي .
 
که تاسو د ماشومانو سره سرو کار لرئ، ددې ټکي په ياد ساتل ضرور دي چې هغوى له خوښې بايد خبراوسئ؛ د انسان په باب يواځې نه، حتى د حيوان په باب هم د خو ښې خبره د پام وړ ده .
 
يو ساده مثال درته وړاندې کوم: ښاغلي رالف والدو امر سون او زوى يې هڅه کوله يو خوسى چې لايې د مور شيدې خوړلې؛ د خلاصې سيمې نه غوجلې ته بوزي؛ ښاغلي امرسون خوسى له مخې راکښه او زوى يې پسې په شاه ټېله کاوه؛ خوسي هم ورسره هماغه کار کاوه؛ يانې پښې يې په ځمکه کلکې کړې  وې او د پلار او زوى مقابل لوري ته يې زور کاوه اوپه سر تمبه ګۍ سره يې د کروندې  د ازادې فضا نه دغوجلې زندان ته له تلو سرغړاوه؛ د دوى زړه ايرلنډۍ خدمتګاره چې د پلار و زوى د کوښښ او د خوسي د مقاومت سيل يې کاوه؛ که څه هم سواد يې نه درلود؛ ارواپوهنه يې هم نه وه لوستې، چندان زور يې هم نه و؛ رامخې ته شوه او ورته ويې ويل: خوسی پرېږدئ! هغې وروسته خپله ګوته د خوسې خولې ته نږدې کړه او پرې يې ښوده چې هغه يې د مور دتي په شان وروي، په همدغه حال کې زړه ښځه يو يو ګام مخکې د غوجلې لورته تله او خوسي هم په مينه د بوډۍ لارتعقيبوله .
 
د زېږېدو نه راوروسته چې هر کار ستاسې نه شوى دى، حتماً ددې لپاره شوى دی چې يو څه مو غوښتل؛ مثلاً که ژړلي مو دي، شيدې مو غوښتي دي؛ که نا رامي مو څرګنده کړې، حتماً ناروغ وئ اوښه والى مو غوښت؛ که په جديت مو درس لوستى وي؛ حتماً په راتلونکې کې د ښه مقام غوښتنونکي وئ؛ رښتيا، په داسې نظريو د اړو کسانو او خېريه موسسو سره خپلې مرستې څنګه ګڼئ؟  که مو څه پسې کومې خيریه ټولنې ته ورکړې وي؛ څه مو غوښتل ؟ باور ولرئ چې که ځان غوښتنه درته مهمه نه واى؛ دا مو په ځان زحمت نه تېراوه چې په خوارو پېسې وګټئ او بيا يې خيريه ټولنې ته ورکړئ؛ چې هغوى پرې خپلې اړتياوې لېرې کړي؛ تاسوپه دې باندې خپلې اړتيا وې لرې کولې؛ تاسو په دې باندې خپله اړتيا پوره کړې ده او دا په اصل کې دځان غوښتنې د رفع کولو تر ټولو ښه لاره ده.
 
پروفيسر هارى د (انساني اړتياوې) په کتاب کې ليکي : (زموږ کړنې په اصل کې زموږ د اصلي او بنسټيزو غوښتنو ښودونکې او زموږ له اړتياوو سرچينه اخلي). هغوکسانو ته چې غواړي په سوداګريزو چارو؛ يا کور يا مدرسه او يا د سياحت په صحنه کې فعال وي؛ او په نورو کې نفوذ وکړي؛ بهترين نصيحت دادى چې؛ لومړى دې هڅه وکړي په بل لوري کې سخته لېوالتيا پيداکړي؛ څوک چې ددې کار دکولو وس لري ټوله نړۍ به دځان ملګرې او پلوى کړي؛ او چې  دا کار نه شي کولاى يو لاروي به وي چې د يواځې والي پرلار روان دى .
 
اندريو کارنګي د يو سکاتلندي بيوزلي زوى و؛ چې په ساعت کې په دوه سنته يې کار پيل کړ او په هڅه يې ځان داسې ځاى ته ورساوه چې د مړينې پرمهال يې له خپلې پانګې ٣٦٥ ميلونه ډالره خيریه چارو ته بيل کړل؛  دې بيوزلي سکاتلندى ماشو م دا ډېره زر  زده کړه؛ چې په نورو کې د نفوذ لار داده چې د هغوى  سره د هغوى د غوښتنو په باب وغږېږو؛ هغه يواځې څلور کاله ښوونځى لوستى و؛ خو د خلکو سره په راشه درشه پوهېده اودا يې د بري راز و. جالبه ده چې د اندريوکارنګي د لوى عمر يوه کيسه نقل کړو : د کارنګي د ورور ښځې دوه زامن لرل؛ چې په پوهنتون کې یې زده کړې کولې؛ مور يې د دې دواړو په باب سخته  ځير وه خو دوى دومره پخپلو کارونو کې بوخت وو چې وخت يې نه درلود ه؛ د خپلې وارخطا مور ليکونو ته ځواب وليکي : کارنګي څو ډالره کېښودل، چې زامن به مورته ليکونه ولېږي، ده خپلو ورېرونو ته ليک ولېږه او ورته  ويې ليکل چې هر يوه ته يې پنځه ډالره لېږلي دي، خو پيسې يې په پاکت کې کېنښودې؛ يوه اونۍ وروسته دليک ځواب راغى؛ هلکانو د خپل تره نه مننه  کړې وه او په ضمن کې يې د پاکت خالي والي ته اشاره کړې وه؛ په  نوره پېښه يې تاسو خپله پوهېږئ .
 
سبا ممکن وغواړئ چې يو چاته د يو کار د کولو ووايئ؛ له د ې مخکې لږ سوچ وکړئ اوله ځانه پوښتئ، څه ډول يې دې ته اړ باسم چې زما د خوښې وړ کار په خپله خوښه  وکړي؟ دا پوښتنه بس ده چې پوه شو؛ له احتياط او تامل پرته بايد چاپسې لاړ نه شواو دخپلو غوښتنو په باب ورسره بېځايه خبرې ونه کړو .
 
زما د يوې درسي غونډې په پيل کې ناڅاپه خبر راغى چې باید د پخواپه نسبت درې چنده ډېر مبلغ تحويل کړم؛ دا خبر داسې مهال راورسېد؛ چې ګډون کوونکو ته ټکټونه ويشل شوي وو؛ او مربوط اعلانونه هم نشر شوي وو. طبيعي ده چې زه حاضر نه وم اضافي پسې تحويل کړم خو د هوټل له مدير سره په دې موضوع خبرو څه فايده نه درلوده؛ هغه خويواځې د هغه څه سره مينه درلوده چې خپله يې غوښتل؛ څو ورځې وروسته د هوټل د مدير ليدنې ته لاړم او ورته ومې وويل :  کله چې مې ستاسې ليک لاسته راوړ، لومړى لږ  ولړزيدم، خو په هيڅ دليل تا ملامت نه ګڼم؛ که زه هم ستا پرځاى واى ښايي داسې ليک مې درته ليکلى واى، داچې د هوټل د مدير په حيث ستا دا وظيفه ده چې ډېره ګټه وکړې او که دا کار ونکړې، له کاره خارجېږئ؛ او با يد هم خارج شئ؛ خو که غواړئ زمانه دغه اضافي مبلغ لاسته راوړئ، راځي چې يوځل يې درته ګټې او تاوانونه دواړه تشريح کړم؛ يوه پاڼه کاغذ مې راواخيست؛ يو ستون مې (ګټو) اوبل (تاوان) ته ورکړ؛ دګټو تر ستون لاندې مې دا شيان وليکل: د ګډا سالون به خلاص پاتې شي؛ تاسې کولاى شئ هغه بل چاته په کرايه ورکړئ؛ له دې به درته ډېره ګټه ورسېږي؛ که زه په دې موسم کې ٢٠ شپې ستاسو نه دغه سالون په کرايه وانخلم؛ ډېر تاوان به در ورسېږي). اوس به د تاوانونو په باب خبرې وکړو؛ لومړى تاوان دادى چې که زه دغومره کرايې ته حاضر نه شم؛ زما له نشتوالي به هم پوره تاوان درورسېږي؛ خوهيڅ به لاس ته رانه وړئ؛ ځکه د دې وس نه لرم چې دغومره لوړه کرايه ورکړم؛ او مجبور يم خپلې ويناوې  بل ځاى  داېرې  کړم  . دا اقدام تاسو ته يو بل تاوان  هم لري  زما ويناوې  ستاسو هوټل ته با سواده او تحصيل کړي خلک راکاږي؛ او دا ستاسې  دهوټل لپاره ښه تبليغ  دی؛ داسې نه ده ؟ رښتيا ده چې که تاسو د (٥٠٠٠)  ډالرو په بيه اعلانونه په ورځپاڼو کې خپاره کړئ؛ دومره خلک  به مو هوټل ته رانه کاږئ، څومره چې زماويناوې يې درته جذبوي؛ هماغه وخت چې خبرې مې کولې؛ ياد شوې ضررونه مې وليکل اودهوټل مدير ته مې ورکړل او ومې ويل (غواړم ګټې او فايدې په ځير ولولئ اوخپله پرېکړه راته ووایئ). بله ورځ يو ليک راغى چې اجاره په کې  د ٣٠٪ پرځاى يواځې ۵٪ فيصده لوړه شوې وه. دا ياد ولرئ چې ما د تخفيف  په باب د يوې کليمې له یادولو پرته خپل پام وړ تخفيف ترلاسه کړ، په خپلو خبرو کې مې د داسې موضوع  په باب خبرې وکړې؛ چې د بل لوري خوښې وې او هغه ته مې وويل څنګه کولاى شي خپلو غوښتنو ته ورسېږي .
 
اوس به دا فرض کړو خلک چې معمولاً په داسې پېښو کې  کوم کار کوي،  که ما هم کړى واى اوپه غصه د مدير د کار دفتر ته  ورغلې او ورته ويلې مې واى : % ٣٠  اجازه دې د څه لپاره لوړه کړې ده؟ هغه هم په داسې وخت کې چې ما ټکټونه وېشلي او خبر پاڼې مې خورې کړې دي % ٣٠ مسخره او بې مانا ده؛ زه به دا جازه هيڅکله ورنکړم . فکر کوئ چې څه به پيښ شوى واى؟ بحث او خبرې مو ګرمېدې او جنجال ته خبره رسېده، که دې مې قانع کړى هم واى چې خبره يې ناسمه ده، خو احساسات يې ټپي کېدل، او ګرانه به واى چې تسليم شي.
 
دانساني اړيکيو په باب يو مهم لارښود درته لاندې وړاندې کوم . دا مشهور هانري فورډ ويلي دي: (که په بري کې کوم راز وي، هغه د مقابل لوري د فکر د معلوملو کشف او د هغه او خپلې ليد زاويي څخه د شيانو  ليدل دي)؛ دا لارښوونه دومره ساده او رښتياه ده چې هرڅوک يې په لومړى ځل ليدو بې له تعصبه په رښتيا پوهېږي. خو %٩٠ خلک یې هر ځل ٩٩ ځلې هغه هېروي . مثال غواړئ؟ هغه ليک چې سبا مو لاسته درځي، وګوري، و به وينئ زياتره ليکوال دا عالي قانون چې سليم عقل يې د منلو امر کوي، هيروي، لکه لاندې ليک  چې د يوې راديويې ادارې د يو مشر دى، چې څانګې يې په ټوله امريکا کې خورې دي، دا ليک په ټول هېواد کې د راديوګانو سيمه ييزو تم ځايونو ته لېږل شوي دى، د هرې کليمې سره يې چې ما کوم عکس العمل ښودلى دى په قوسونو کې مې بيل کړى دى.
ښاغلى جان  بلانک
بلانک ويل
انديانا
ګران ښاغلى بلانک
مينه لري؛ د راديويي تبليغاتو اژانس په لارښوونه کې چې کوم دريځ لري، هغه وساتي .
 
(څوک ستا د شرکت غوښتنو ته پام کوي، زه په خپلو غمونو کې ډوب يم ، بانک مې د کور لپاره د پيسو له ورکړي سر پيچي؛ چنجي مې د کور ګلان له منځه وړي؛ پرون مې رتبه ټيټه شوه؛ نن په وخت اورګاډي ته ونه رسېدم او رانه تللی و؛ د جونز ګډا  محفل ته يې نه وم بللى؛ ډاکتر وايي زما د وينې فشار  لوړ دى، د اعصابو د کمزورۍ او د ويښتانو د رژېدو په ناروغۍ اخته يم؛ بيابه څه کېږي)، وارخطا خپل دفتر ته ننوزم؛ او يو پاکت ګورم چې د نيويارک يو له ځانه راضي مدير د خپل شرکت د غوښتنو په باب ليکلى دى؛ راګرځم او که هغه پوهېداى چې دې ليک په ماکې څنګه عکس العمل  وزېږاوه، نو د تبليغاتو نه يې لاس اخيست، او د ګډو وينځلو لپاره به يې د مايع توليد ته لاس اچولى واى .
 
ملي خپرونې چې اژانس يې خپروي او په لومړي مقام کې ځاى لري،  داسې پروګرام  و چې هر کال مخکې تلو، تاسو لوى او پانګوال ياست او د ټولو په سرکې ولاړ ياست، نو څه؟  زه خو تاسو ته يوه ټنګه ارزښت  هم نه درکوم،  که څه هم شرکت مو د جنرال موټورز، جنرال الکټريک او د امريکا د ټول پوځ هومره لوى شي، که د يوې چنچڼې هومره شعور دې درلوداى؛ په دې پوهېدې چې زه مينه نلرم، وپوهېږم تاسو څومره ستر ياست، بلکې دا مينه لرم وپوهېږم چې زه خپله څومره لوى او مهم يم، دا ټولې خبرې چې ځان د لويوالي په باب کوئ؛ ددې سبب کېږي، چې خپل سپکوالى احساس کړم).
 
موږ غواړو تر ټولو وروستي معلومات خپلو اخستونکو ته وړاندې کړو. (تاسو غواړئ؟ تاسو غواړئ؟ تاسې خو بيخي د ځان په فکر شوې ياست، زه نه غواړم وپوهېږم چې تاسو څه غواړئ؛ يا د امریکا ولسمشر څه غواړي، پرېږدئ چې د لومړي او وروستي ځل لپاره درته ووايم چې زه يواځې له يوه شي سره مينه لرم؛ او هغه څه چې ز ه يې غوښتونکى يم او تاسو ورته په خپل ليک کې حتى يوه اشاره هم نه ده کړې.
 
نو ځکه دا کېدونې ده چې شرکت ته د اوونيزو معلوماتو په رالېږلو؛ موږ ته د لومړيتوب حق راکړئ او ټول جزئيات چې يو اژانس ته پکار دي؛ په خپل وخت موږ ته راکړئ؟ ( لومړىتوب درکړو؟ څه سپين سترګي؟ دغه غوړې خبرې چې مو د خپل شرکت په باب کړ ي دي؛ زما حقارت مو راپارولى دى او لا زمانه غواړئ چې تاسو ته لومړيتوب درکړم؛ کله چې دا کليمي کاروئ د (هيله لرم) يو ټکى هم نه وایئ .
 
(ستاسو څرګند ځواب چې په دې برخه کې به ستاسو د وروستيو اقداماتو بيانوونکی وي؛ کېداى شي ددواړو خواو په ګټه  وي . (اى کم عقلانو ! تاسو داسې بخشش پاڼه چې  هر ځاى دمني په موسم کې د رژیدلو پاڼو په شان پرتې دي؛ رالېږلې ده . زه چې د خپل کور د قرض، ګلانو او د خپلې وينې د فشار په غم کې يم؛ تاسو رانه په ډېره سپين سترګۍ غواړئ چې کېنم او تاسو ته ځواب وليکم او هغه هم يو (بيړنى) ځواب. ستا مطلب له (بيړني) نه څه دى؟ نه پوهېږئ چې زه ستاسې په اندازه مشغول يم؛ په داسې حال کې چې له دې بوختياوو نه د ځان خلاصون لټوم؛ تاسو په کوم حق راپسې شوي ياست؟ تاسو وايئ (ددواړو خواو په ګټه) به وي، ښه بيا هم د شکر ځاى دى زما په فکرکې خو ياست؛ خونه مو دي ويلي چې معامله به زما څنګه په ګټه وي؟)
ستا ارادتمند 
جان بانک دراديو مدير
 
لطفاً ددې سره مل هغه پاڼه وګورئ چې د بلانک ويل مجلې نه کاپي شوي؛ بيله بيا چاپ شوې اوتاسو ته درولېږل شوه؛ کېداى شي مطالب يې ستاسې د پام وړ وګرځي او که وغواړئ هغه د خپل راديویي سټيشن نه خپره کړئ. (په پاى کې اوس پوه شوم؛ چې ايله دې لا يو څه ته اشاره کړې ده؛ چې کېداى شي زما ستونزه حل کړې؛ ولې مو خپل ليک په دې پيل کاوه نه؟ اوس څه ګټه لري چې يادوئ يې، هر څوک چې تبليغات کوي او داسې سهوې تکراروي؛ دماغ یې ضرور څه کمي لري؛ تاسو نو اطلاعاتو ته اړه نه لرئ؛ بلکې د تائيرايد په غده کې لږ ايودين ته اړ ياست).
 
نن سبا په زرګونو پلورونکي ستړي اونهيلي د ډېرې لږې تنخوا په بدل کې په پياده لارو کې سر ګردان ګرځي؛ دوى يواځې د هغه څه فکر کوي چې دوى يې غواړي؛ دوى دا نشي درکولاى چې نه زه او نه ته يو هم غواړو څه واخلو؛ که دا مو غوښتلای، بازار ته تلو او اخستل مو؛ موږ دواړه په دې سوچ  کې يوو چې خپلې ستونزې  حل کړو؛ که پلورونکي وکړاى شي موږ ته وښايي چې کالي يې څنګه زموږ ستونزې حلولى شي؛ دا نه وه پکار چې څه شی پر موږ خرڅ کړى؛ موږ ترې خپله اخستل؛ د اخستونکي هم دا خوښه ده چې جنس واخلي؛ نه دا چې جنس پرې خرڅ شي .
 
ځينې خلک چې د مسلکي کارونو لرونکي دي هم داسې سهوې کوي؛ څو کاله مخکې د غوږ، ستوني او پزې يو مشهور متخصص ته لاړم؛ مخکې له دې چې زما تانسلونه وګوري؛ زما د تنخوا تپوس يې وکړ؛ دې زما د تانسلونو سره څه اړه نه درلوده؛ هغه غوښتل زما د پيسو په باب پوه شي؛ هغه ته دا په زړه پورې نه وه چې زما د رنځ درمل وکړي؛ بلکې مهمه ورته دا وه چې څومره پيسې رانه اخيستلاى شي؛ نتيجه يې دا شوه چې هيڅ يې لاس ته ورنغلل؛ ځکه زه يې له کتنځي  ووتم .
 
نړۍ له دې ډول پيسه سرو او ځان خوښو نه ډکه ده؛ ځکه هغه لږ شمېر خلک   چې له ځان خوښۍ پرته غواړي نورو ته خدمت وکړي؛ ډېره ګټه کوي او د بدو غوښتونکي يې کم دي .
 
یانګ وايي : (څوک چې دا وس لري چې ځان د نوروپه ځاى راولي او وکړاى شي د نورو د مغزو د کار لار زده کړي؛ د خپل راتلونکي هېڅ غم دې نه کوي).
 
که ددې کتاب په لوستو يو شي ته ورسېږئ او د نورو له نظره د مسايلو په باب پوه شئ؛ هوکه د کتاب له لوستنې همدا يوه ګټه واخلئ؛ د بدلون او ګرځېدو ټکی مو په ژوند کې پيدا شو او ژوند به مو بدل شي . ډېر خلک پوهنتون ته ځي چې شعرونه ولولي او د عالي ټولنې په راز پوه شي؛ خو ديته پام نه کوي چې د خپلو مغزو د کار ډول ته وګوري . يو ځل مې د (په اغېزمن ډول وينا کول) تر عنوان لا ندې يو دوه کورسونه  هغو ځوانانو ته  چې په پوهنتون کې يې زده کړې کولې او غوښتل يې د نيوجرسي په يوه  موسسه کې کار وکړي  داير کړي وو؛ يو ځوان غوښتل نور وهڅوي  باسکټبال ورسره وکړي او د باسکټبال په باب يې خبرې کولې (غواړم چې  تاسو راشئ او باسکټبال وکړئ). آيا هغه ستاسې غوښتنې په باب څه وويل؟  تاسو نه غواړئ د لوبو داسې ميدان ته لاړ شئ چې نور غواړي هلته ورشئ .
 
دلته دپروفيسر ارستريت وينا تکراروم : (لومړي په بل لوري کې اورنى لېوالتيا پيدا کړه؛ هرڅوک  چې دا کار کوي  ټوله نړۍ به د ځان ملګرې  کړي او څوک چې  يې ونکړې د يواځې لارې لاروى به وي).
 
زما يو زده کوونکي به تل د يو ماشوم په باب سودا کوله، د ماشوم وزن کمېده،  خواړه يې ښه نه خوړل، مور وپلار يې معمولاً ناسمه لاره خپله کړې وه، پرې قارېدل او ملامتوه به يې، مور دې غواړي دامه خوره، هغه خوره؛ پلار دې غواړي دامه خوره، هغه خوره؛ پلار دې غواړي؛ لوى شې . آيا ماشوم دې غوښتنو ته پام کاوه؟ دې غوښتنو ته د هغه پام دومره و؛ چې ممکن تاسو يې د سيند دغاړې شګوته  وکړئ.
 
هرڅوک چې لږ روغ عقل ولري پوهېږي چې يو درې کلن ماشوم د خپل دېرش کلن پلار په شان مسايلو ته نه ګوري او هغسې غبرګون نه ښايي. پلار يې له ماشوم نه همدغسې تمه درلوده، په پاى کې  پوه شو اوځانته يې وويل : (دا ماشوم څه غواړي، څنګه کولاى شم؛ دده غوښتنه له خپلو هغو سره يوشان کړم؟ چې په دې پاب يې فکر وکړ؛ زر يې ورته د حل لار راويسته؛ ماشوم يو درې ګاډى درلود چې د کور مخې ته يې پرې لوبې خو ښېدلې خولږ وړاندې  يو زورور ماشوم و، چې  دې يې ترې په زور کوزاره؛ او په خپله  پرې ګرځېده. معلومدار چې ماشوم په چغو  اوسورو کور ته راته چې مور يې ورسره لاړه شي او دده ګاډی بيرته د هغه بل ماشوم نه واخلي، دا پېښه هره ورځ تکرارېده، ماشوم څه غوښتل، دده غرور، دده قهر، دده د مهم والي احساس دې ټولو پياوړو غوښتنو هغه پاراوه چې له ورانکاري ماشوم نه بدل واخلي؛ خو کله چې ورته پلار وويل يوه ورځ  به دا ددې وس پيدا کړي چې د هغه ورانکاري ماشوم پلار راوغواړي او سمه سزا ورکړي، خو که هغه څه وخوري چې مور يې ورته تيار کړيدي؛ نوره خبره خلاصه وه؛ تر دې وروسته يې هرڅه خوړل؛ تردې وروسته  يې پلار د يوې بلې ستونزې  حل ته ملا وتړله؛ ماشوم د شپې له خوا بستره لمدوله، ماشوم له نيا سره ويدېده ، او چې هغې به لمده بستره وليده نو ماشوم ته  به يې وويل وګوره  جیانيه؛ بيا دې څه ګلان کرلي دي . جيانى  به هم په ځواب کې ويل : نه ما دا کار نه دى کړی؛ دا تا کړى دى . نه تر ټنى، نه وهلو او نه شرمولو هغه له دې کار نه واړاوه؛ پلار يې دې ته سوچ کاوه؛ چې ماشوم څنګه له دې کړنې واړوي؟ ماشوم څه غوښتل؟ ده غوښتل د خوب ځانګړى کميس واغوندي، نيا يې مجبوره شوه؛ ده ته يوه جوړه جامې واخلي؛ خو شرط به يې داوي چې  بيا بستره لمده نکړي؛ ماشوم غوښتل چې ځانله کټ بستره ولري؛ نيا يې دا کار  هم وکړ؛ مور يې پلورنځي ته بوت، پلورونکې جنۍ ته يې په سترګه اشاره وکړه اويې ويل : کوچنى ښاغلى غواړي څه واخلي، هغې هم  دده د مهموالي احساس ته په پام وويل: ښاغليه ووايه څه خدمت مو کولاى شم؟ ماشوم د خوښې نه د پښو په څوکو ودريد؛ چې لوړ ښکاره شي ويې ويل: غواړم ځانته د خوب جامې واخلم ددې وروسته يې بيا د شپې ادرار نه کاوه او ديوه لوى سړي په شان احساس يې کاوه.
 
يوه بل ښاغلي هم نه شول کولاى په خپله درې کلنه لور څه  وخوري، هغې غوښتل د خپلې مور پشان د لويوالي احساس وکړي؛ يوه ورځ يې پرېښوده چې د کور خواړه  پاخه  کړي، په  دغه ورځ يې ښه پوره  خواړه  وخوړل.
 
ويليام وبستړ يوځلې ويلي و: (د ځان څرګندول د انسان د ډېرو بنيادي اړتياو څخه دی). موږ ولې دا جنبه د سوداګريزو معاملو پر مهال په پام کې نه ساتو؟ کله چې يوه ښه مفکوره راسره پيدا شي ددې پرځاى چې ويې ښايو دا زموږ فکر دى؛ ولې يې هغه  ته داسې نه ښايو چې دا د هغه مفکوره ده. که دا کار وکړو د هغه به دغه نظر خوښ شي او په خپله خوښه به يې ومني، (نو په ياد ولرئ:لومړى بايد په بل لوري کې کلکه لېوالتيا پيداکړئ، څوک چې دا کار کولاى شي ټوله نړۍ به د ځان ملګرې کړي؛ څوک چې  يې نه شي کولاى د يوازيتوب په شاړه لار به يواځې روان وي)