روهي (يوه نۍ/۱۴ د مرغومي)، افغان محمداشرف غني تېر ماښام د پوهنې وزارت رهبري پلاوي سره په کتنه کې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو او جوړښتونو د ښه والي په اړه خبرې وکړې.
دغه ناسته کې ولسمشر غني ويلي، چې پوهنې وزارت د اصلاحاتو د تطبیق په موخه زموږ بشپړ سیاسي او اداري ملاتړ لري او نه غواړو هیڅ اداره د دغه وزارت د اصلاحاتو په بهیر کې لاسوهنه وکړي.
نوموړي ويلي دي چې افغانستان د دیجیټلي کېدو پر لور ځي او په دغه بهیر کې د معارف ګډون ډېر مهم دی. هغه زیاته کړه، تعلیمي نصاب تغییراتو ته اړتیا لري او طبیعي علوم باید د بین المللي معیارونو مطابق اوسي او اجتماعي علوم چې د اسلام د مبین دین او زموږ له عنعنو او رسومو سرچينه اخلي، لازیات پیاوړي شي.
ولسمشر د پوهنې وزارت د رول په اړه ويلي دي چې زموږ معارف باید داسې عیار شي چې پنځه نسلونه بدل کړي او د ابن سینابلخي، ابوریحان البیروني، مولانا جلال الدین محمد بلخي او د هیواد نور مشران او مشاهیر د ټولنې د لوړتیا لپاره وړاندې شي.
وروستي