عطا: له ولسمشرۍ ماڼۍ راته زنګ وشو چې ولسمشر در سره غږيږي؛ ما  رد  کړ،؛ ترڅو چې عثماني بېرته وزير شوی نه وي، هېڅ نه منم 

روهي (نۍ/۱۳ د مرغومي)، د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ ورڅخه غوښتنه کړې وه چې ولسمشر غني در سره خبرې کوي، خو ما رد کړ. 

عطا محمد نور لېکلي دي چې تر هغه چې جواد احمد عثماني بېرته وزير نه وي ټاکل شوی، هېڅ ډول مساله نه مني او زیاته کړې یې ده چې جواد  احمد عثماني په بې قانونه ډول له دندې ګوښه شوی دی. 

نوموړي ويلي دي چې د جواد احمد  عثماني د ګوښه کېدو په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ هېڅ ډول قناعت ورکونکی ځواب نه لري او په خپل  عمل کې متحد او ژمن نه دي. 

په ورته وخت کې ولسمشر ماڼۍ په يوې خبرپاڼې کې لېکلي دي چې جواد احمد عثماني د اساسي قانون اړوند د ولسمشر غني د صلاحيتونو پر بنسټ لېرې شوی دی، او دې موضوع کې نورو بحثونو ته اړتيا نشته.