د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ اېتوپیا (Ethiopia)

د اېتوپیا کلمه لاتيني رېښه لري، چې پښتو کې د سوځېدلي مخ مانا ورکوي. دغه هېواد لرغونی تاريخ لري. د اوسني سره نېږدې د موجوداتو پاتې شوني هلته موندل شوي دي چې د لرغون پوهان په وينا له څلور نيم مېلېونه کاله وړاندې یې په اېتوپیا کې استوګنه او ژوند کړی. د مډرن انساني ژوند پاتې شوني هم ياد هېواد کې پيدا شوي چې تاريخ دوه سوه زره کالو ته رسيږي. له ميلاد اته پېړۍ وړاندې اېتوپيا کې د Dʿmt  په نوم يو قوم حکومت جوړ او له هغې وخته د افريقا په دې برخه کې د تمدنونو زږېدنه پيل شوې ده. د تاريخ په اوږد کې د اېتوپيا هېواد د حبشې په نوم هم ياد شوی دی. د اسلام د مبارک دين د ظهور پر مهال يا اوومه ميلادي پېړۍ کې النجاشي د اېتوپيا پاچا او هغه مسلمانانو ته چې له مکي یې هجرت کړی وو، ده ورته د پاتې کېدو او اوسېدو ځای ورکړی وو. د اسلام په تاريخ کې خبشې ته د مسلمانانو هجرت لومړی هجرت وو. دا افريقايی هېواد له څلور خوا په وچه کې بند دی او اوبو ته لار نه لري. 

وګړي او پراخوالی یې: 
اېتوپیا ۱۱۰ مېلېونه وګړي لري. د دومره شمېر وګړو په شتون سره، اېتوپیا د نړۍ ۱۳ تر ټولو ستر وګړيز هېواد دی. دغه هېواد کې د عيسويانو او مسلمانانو سلنه ډېره ده، خو اکثريت یې عيسويان دي. د اېتوپیا ۶۳ سلنه وګړي عيسويان او ورپسې ۳۴ سلنه په کې مسلمانان دي. اېتوپیا هېواد له يو مېلېون متره مربع ډېر پرخولی لري. له څلور خواو په وچه کې اېسار دی؛ اېتوپیا له  اریتره، سودان، سومالیا، جیبوتي او کنیاسره ګډې پولې لري. د افريقا په لويه وچه او همدا ډول په نړۍ کې، اېتوپیا د لرغونو او پخوانيو هېوادونو دی. 

حکومت او سياست یې: 
د اېتوپیا د حکومت رسمي نوم د اېتوپیا فډرال ديموکراټيک جمهوريت يا   Federal Democratic Republic of Ethiopia دی. حکومت یې لومړی وزير او ولسمشر لري چې د حکومت چارې لومړی وزير کوي او ولسمشر تشريفاتي مقام لري. د اېتوپیا اوسنی لومړی وزير ابي احمد علي نوميږي چې ۲۰۱۸ کال کې ټاکل شوی دی. دغه افريقايي هېواد په ۱۹۹۳ز کال کې له اېټاليا خپلواکي اخېستې ده او وروسته له خپلواکۍ یې د حکومت ډول فډرال جمهوريت شو. دغه هېواد تر دويمې نړيوالې جګړې خپلواکه وو، خو په دويمه نړیواله جګړه کې د اېټاليا فاشېټ رهبر  بنیټو موسولیني Benito Mussolini دغه هېواد لاندې کړ. د بشري حقونو نړیوالو ادارو دغه هېواد د غه هېوادونو په نوملړ راوړلی دی چې بشري حقونه په کې تر پښو لاندې کيږي. 

پوځي او اقتصادي وړتياوې: 
اېتوپیا يوازې ۱۷۰ زره وسله وال پوځ لري، خو اوسني لومړی وزير یې ابي احمد علي په دې اخته دی، چې د افريقا د لویې وچې دننه دغه هېواد تر ټولو ستر  او غښتلی پوځ دی.   د ايتوپيا اقتصاد نړۍ کې د مخکې پر ودې اقتصادونو دي، د تيلو ذخېرې يې کمې، تر ډېره کرنيز هېواد دی. کافي يې ستر صادرات دي. 

رسنۍ او انساني حقوق:
دغه هېواد کې د بيان ازادي هم محدوده ده. ازادې رسنۍ کمې او  دولتي رسنۍ د ارزښت وړ دي. د شمېرنو اړوند، د ایتوپیا حکومت يوازې تېر کال اتلس هغه ژورنالستان نېولي او وژلي چې پر حکومت يې نیوکې کولې.

د ایتوپیا په اړه پنځه په زړه پوري خبرې: 
۱- د اسلام د مبارک دين د قدر وړ صحابي حضرت بلال رض مور د اوسنۍ ایتوپیا يا د پخواني وخت حبشې له شهزاده ګانو وه. 

۲- د ایتوپیا په اړه بله په زړه پوري خبره دا ده چې هلته کال ۱۳ مياشتې حسابيږي. دا چې اوس په نړۍ کې ۲۰۲۰ عيسوي کال دی، خو په ایتوپیا کې ۲۰۱۳ کال دی. دوی د حضرت عيسی ع د زږېدنې له نېټې کال شمېرې خو د دولسو مياشتو پر اساس نه بلکې ۱۳ مياشتو ته يو کال وايي او په همدې اساس اووه کاله وروسته دي. 

۳- آدیس آبابا د ایتوپیا پلازمېنه ده. د افريقا ټولنه يا African Union په دغه پلازمېنه کې موقعيت لري. د ملګرو ملتونو په شمول د نړۍ د يو شمېر نورو نړيوالو سازمانانو سيمه ييز دفترونه هم ایتوپیا کې دي. 

۴- که څه هم ایتوپیا د ايتاليا له خوا اشغال شوې وه، خو هلته ځای خلک دا نه مني چې ګواکي دغه هېواد د کوم اروپايي هېواد له خوا اشغال شوی وو. 

۵- د افريقا د لویې وچې د ټولو غرونو ۷۰ سلنه برخه او لړۍ په ایتوپیا کې دي.