ملالۍ ميوند که د ميوند ملاله؛ غږ به یې چوپ شي!؟ 

خونړۍ جګړه ده، اړخ نه مالوميږي؛ د دوست او دښمن پته نه لګيږي، مرګ - ژوبله، درد او وينه ده؛ څوګ - څوګ وژني؛ ولې او په څه پار یې وژني؟ هېڅ څوګ نه پوهيږي، هېڅ کس ته پته نه لږي؛ هغه چې پوهيږي هغه هم  يا قاتل دی او يا د قاتل مل دی. 

حکومت طالب او طالب حکومتي وژني؛ ولس يې په منځ کې به شمېره وژل کيږي. حکومت او طالب سره ولې وژني؟ نړۍ په کې څه رول لري او د سيمې هېوادونه په کې څه موخې؟ هرڅه مجهول ګرځېدلي دي. په هر څه هر څه تجربه شول؛ زانګو کې ماشوم ووژل شو، سپين ږېرۍ او سپين سرې په ډزو سورې شول، ښوونځۍ وسوځېدو، جومات بمبار شو، پُل په بمبونو والوځول شو، مدرسه بمبار شوه، ډک ښار کې چاودنه وشوه، محصل ووژل شو، مور بې زويه، زوی بې موره، ورور بې وروره، خور بدمرغه، لور ناچاره او پلار پر ملا کوړپ شو. 

۴۳ کاله یې پوره کيږي، تازه یې دوه لسيزې پوره شوې؛ لا هم افغانستان خونړی دی  او لا هم دلته جګړه ده. جګړې څه ونه کړل او نه څه یې په ميراث پرې نه ښوودل؟ د افغانستان خونړۍ جګړې نن د بلې افغانې ملالې ژوند واخېست. ملاله ميوند ۲۵ کلنه وه، دي د نورو پيغلو د هيلو وراېخوا، د لوړ زده کړو او سترو ته د رسېدو ارمانونه درلودل. دي له تېرو اوو کالونو په رسنيو کې کار کولو، اوس مهال ننګرهار کې د انعکاس په نوم خصوصي تلويزيون سره خبرياله او همدا ډول د ورزشي خپرونو شنونکې وه. 

دي نه دې حکومت ويانده او نه هم د افغانستان د روانې جګړې د کوم بل اړخ ملاتړې وه؛ خو د پښتون او پښتو ژبې غږ یې پورته کولو او د لر او بر - يو - افغان چيغه به یې له ستوني نيغه وتله.

د ملالۍ ميوند نن ورځ ننګرهار کې پټ مخو وسله والو ووژله، هېڅ ډلې یې تر اوسه مسووليت نه دی منلی. ملالۍ ميوند افغان ميرمنو ته د حق غږ پورته کولو، ملالې ميوند د پښتون وژنې ضد کمپاين لاروۍ وه، ملالۍ پښتانه وه،  او هغه چا ووژله چې دا غږونه یې نه شول زغملی. ملالۍ ميوند د کندهارۍ، ميوند ملالې ترڅنګ ورغله. ملاله ميوند نور د رسنۍ ژوند غږ او د هېواد هيله نه ده، هغه اوس يو يادګار او خاطره ده. 

د افغان جګړې په دې ګرم بازار کې به د ملالۍ ميوند او د ميوند ملالې په څېر ډېرې ملالې ووژل شي، خو، خو د ملالو غږ به په ژوند نه، به بلکې په مرګ خاموشه کيږي.